هندوکش سټرایکرز لوبډلې پامیر لیجینډز ته ماتې ورکړه
کورني
6 دقیقې

هندوکش سټرایکرز لوبډلې پامیر لیجینډز ته ماتې ورکړه

هندوکش سټرایکرز لوبډلې د خوست ولایت په رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې د نهم پړاو اي انډ وړاندې کوونکو احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سوپرکولا سیالیو په دویمه لوبه کې د پامیر لیجینډز لوبډلې ته د ۷۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په روانو سیالیو کې خپل سفر په بریا سره پیل کړ.

6 دقیقې

هندوکش سټرایکرز لوبډلې د خوست ولایت په رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې د نهم پړاو اي انډ وړاندې کوونکو احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سوپرکولا سیالیو په دویمه لوبه کې د پامیر لیجینډز لوبډلې ته د ۷۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په روانو سیالیو کې خپل سفر په بریا سره پیل کړ.

د دغې لوبې پچه پامیر لیجینډز لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. هندوکش سټرایکرز لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ټولو لوبغاړو په زیان سره ۳۵۱ منډې جوړې کړې. د دغې لوبډلې په ګټه لوبډلمشر عبدالمالک ۱۲۳، محبوب تسکین ۹۷، حشمت الله شهیدي ۴۴ او فرمان الله ساپي ۳۸ منډې جوړې کړې. له بلې خوا د پامیر لیجینډز لوبډلې په ګټه سمیع الله سرمست او ظاهر خان ۳-۳، فرید احمد ملک ۲، فریدون داودزي او بهیر شاه یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

پامیر لیجینډز لوبډلې د هندوکش سټرایکرز لوبډلې د ۳۵۱ منډو په ځواب کې د خپلې توپوهنې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ټولو لوبغاړو په زیان سره یوازې ۲۱۲ منډې جوړې کړې او له سیالې لوبډلې ۱۳۹ مندې پوروړې شوه. د دغې لوبډلې په ګټه لوبډلمشر رحمت شاه زرمتي ۵۸ او بهیر شاه محبوب ۵۲ منډې جوړې کړې. د هندوکش سټرایکرز لوبډلې په ګټه په توپ اچونه کې ضیاءالرحمن شریفي ۳، زیت الله شاهین ۲، سید شیرزاد، فرمان الله ساپي، حشمت الله شهیدي او اظهار الحق نوید یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د لوبې په دریمه پاڼۍ کې هندوکش سټرایکرز لوبډلې یو ځل بیا ښه توپوهنه وکړه او د خپلو ۷ لوبغاړو په زیان سره یې د ۲۶۹ منډو جوړولو وروسته خپله توپوهنه ودروله. په دې سره دغې لوبډلې د لومړۍ پاڼې د ۱۳۹ منډو د مخکېوالي پرمټ سیالې پامیر لیجینډز لوبډلې ته د ۴۰۹ منډو هدف وټاکه.

د دغې لوبډلې په ګټه په دویم ځلې توپوهنه کې محبوب خان ۷۶، خالد ټنیوال ۶۰، سمیع الله شینواري ۲۶ او فرمان الله ساپي ۲۵* منډې جوړې کړې. له بلې خوا د پامیر لوبډلې په ګټه ظاهر خان ۳ او سمیع الله سرمست ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د یاد هدف په ځواب کې پامیر لیجینډز لوبډلې خپله پوره هڅه وکړه او د لوبډلمشر رحمت شاه او بهیر شاه محبوب د سلیزو او د پنځمې ویکټې لپاره د ۲۰۹ منډو ملګرتیا سره سره یوازې ۳۳۷ منډې جوړې کړې او د ۷۱ منډو په توپیر یې ماتې ومنله. رحمت شاه زرمتي ۱۳۶ او بهیر شاه محبوب پوره ۱۰۰ منډې جوړې کړې خو بیا یې هم خپله لوبډله بریا ته ونه رسوله او لوبه یې سیالې لوبډلې ته وبایلله.

د هندوکش سټرایکرز لوبډلې په ګټه د توپ اچونې په دویمه پاڼۍ کې ضیاءالرحمن شریفي غوره توپ اچونه وکړه او ۶ ویکټې یې ترلاسه کړې، د نوموړي ترڅنګ حشمت الله شهیدي ۲، سید شیرزاد او فرمان الله ساپي یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د دغې لوبډلې تکړه ښي لاسي چټک توپ اچوونکي ضیاءالرحمن شریفي د پامیر لیجینډز لوبډلې پر وړاندې د یادې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې ۳ او دویمه پاڼۍ کې ۶ ویکټې ترلاسه کړې چې پرمټ یې نه یوازې د خپلې لوبډلې په بریا کې ستر رول ولوباوه، بلکې د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې هم ترلاسه کړه.

د یادونې وړ ده چې دواړو لوبډلې به له دوه ورځو دمې وروسته د راتلونکې جمعې په ورځ یو ځل بیا سره مخ شي او د یادو سیالیو په څلورمه لوبه کې به د خوست ولایت په رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې د یو بل پر وړاندې ډګر ته ښکته شي.

ملاتړ کوونکي او همکاران