د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو په لړ کې نن هم دوه لوبې ترسره شوې، چې په خوست رحمت ولي مسرور لوبغالي کې ډومیسټیک ایلېون په ۶ ویکټو د ننګرهار-ب او د ننګرهار په نجیب الله تره کي لوبغالي کې کابل الف لوبډلې په ۱۳ منډو توپیر د ننګرهار لوبډلو ته ماتې ورکړې.
د ننګرهار او کابل الف لوبډلو تر منځ د نن
لوبه کې لومړی کابل الف لوبډلې توپوهنه ترسره کړه او د ۱۸۷ منډو هدف یې وټاکه. د
یادې لوبډلې په توپوهنه کې اصف موسی زي ۵۳، نصیراحمد ۴۷ او حمزه علیخېل ۴۱ منډې
جوړې کړې. بلخوا د ننګرهار لوبډلې په ګټه عثمان یونس ۲ ویکټې په خپل نوم کړې.
د کابل الف لوبډلې د ۱۸۷ منډو په ځواب کې
ننګرهار لوبډلې د خپلو ټولو ویکټو په توپیر سره ۱۷۳ منډې جوړې کړې او د ۱۳ منډو په
توپیر یې ماتې ومنله. د ننګرهار په توپوهونکو کې طارق ستانکزي ۴۶ او اقدام الحق ۳۱
منډې ترسره کړې. د ویلو ده چې د کابل الف لوبډلې په توپ اچونه کې سید احمد شېرزاد
۳، جلال، عرفان الله ساپي او اصف موسی زي ۲-۲ ویکټې ترلاسه کړې.
د کابل الف لوبډلمشر اصف موسی زی د ۵۳ منډو
په جوړولو سره د یادې لوبې غوره لوبغاړی شو.
د نن په دویمه لوبه کې چې خوست کې ترسره شوه،
د ډومیسټیک ایلېون لوبډلې پکې د ننګرهار-ب لوبډلې ته ماتې ورکړه. یاده لوبه کې
ننګرهار-ب لوبډلې د ۱۳۹ منډو هدف وټاکه. د دوی لپاره جلات موسی زي ۵۵ او عبدالظهور
۲۶ منډې جوړې کړې. بل لور ته د ډومیسټیک ایلېون لوبډلې توپ اچونه کې صابر بهرامي
۴، خیرمحمد علیزي ۳ او محمدنبي ۲ ویکټې په خپل نوم کړې.
د ننګرهار-ب لوبډلې ټاکلی هدف ډومیسټيک
ایلېون لوبډلې د لوبې په ۳۱م اور کې د ۴ ویکټو په تاوان ترلاسه کړی. د ډومیسټیک
ایلېون توپوهنه کې ادریس نیازي ۵۲ او جاوید احمدزي ۲۵ منډې جوړې کړې. د ننګرهار-ب
لوبډلې توپ اچونه کې نصیرخان ۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.
د لوبې په وروستیو کې د ډومیسټيک ایلېون
لوبډلې توپ اچوونکی صابر بهرامي د ۴۳ منډو په بدل کې د ۴ مهمو ویکټو په ترلاسه
کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د ویلو ده چې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو په دوام به سبا د
ننګرهار نجیب الله تره کي لوبغالي کې ډومیسټیک ایلېون-۲ د لوګر او د خوست رحمت ولي
مسرور لوبغالي کې کندهار الف د اي سي بي ایلېون لوبډلو پر وړاندې د لوبو ډګر ته
ښکته شي.