ننګرهار او ننګرهار ب لوبډلو بریاوي خپلې کړې!

ننګرهار او ننګرهار ب لوبډلو بریاوي خپلې کړې!

د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ چې تېره ورځ پیل شوې، نن يې په لړ کې دوه لوبې ترسره شوې، چې په لومړۍ لوبه کې د ننګرهار ب لوبډلې په ۶ ویکټو توپیر د کندهار الف او دویمه لوبه کې د ننګرهار لوبډلې د ۸۱ منډو په توپیر د ډومیسټیک ایلېون-۲ لوبډلې ته ماتې ورکړې. دغه لوبې د ننګرهار او خوست په کوربتوب روانې دي، چې غوره لوبغاړي به یې لېسټ اې او د میرویس نیکه درې ورځنیو لوبو ته غوره شي.

5 دقیقې

د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ چې تېره ورځ پیل شوې، نن يې په لړ کې دوه لوبې ترسره شوې، چې په لومړۍ لوبه کې د ننګرهار ب لوبډلې په ۶ ویکټو توپیر د کندهار الف او دویمه لوبه کې د ننګرهار لوبډلې د ۸۱ منډو په توپیر د ډومیسټیک ایلېون-۲ لوبډلې ته ماتې ورکړې. دغه لوبې د ننګرهار او خوست په کوربتوب روانې دي، چې غوره لوبغاړي به یې لېسټ اې او د میرویس نیکه درې ورځنیو لوبو ته غوره شي.

د ننګرهار ب او کندهار الف لوبډلو تر منځ لوبه چې د خوست په رحمت ولي مسرور لوبغالي کې ترسره شوه، ننګرهار ب پکې د ۶ ویکټو په توپیر بریا خپله کړه. دغه لوبه کې ننګرهار ب لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د کندهار الف لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

کندهار الف لوبډلې د خپلو ټولو ویکټو په تاوان سره یوازې ۱۷۹ منډې جوړې کړې او د ۱۸۰ منډو هدف یې وټاکه. د یادې لوبډلې په توپوهنه کې بشیراحمد ۴۲، احمدولي سیال ۳۹ او عمران مزاري ۳۵ منډې جوړې کړې. بلخوا د ننګرهار ب لوبډلې په توپ اچونه کې اکرام مومند ۵، نصیرخان او اسرار شفق هر یوه ۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.

د کندهار الف لوبډلې ټاکلی هدف ننګرهار ب لوبډلې د لوبې په ۳۹م اور کې د ۴ ویکټو په تاوان ترلاسه کړی. د دوی په توپوهونکو کې جلات موسی زي ۵۷، عابد محمدي ۵۱ ناسوځېدلي او روح الله ۲۴ منډې جوړې کړې. باید وویل شي چې د کندهار الف لوبډلې توپ اچونه کې عظیم ځدراڼ تر نورو زیاتې ۲ ویکټې په خپل نوم کړې.

د لوبې په وروستیو کې د ننګرهار ب لوبډلې چټک توپ اچوونکی اکرام مومند د ۵ ویکټو په ترلاسه کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د نن دویمه لوبه چې د ننګرهار په نجیب الله تره کي لوبغالي کې ترسره شوه، ننګرهار لوبډلې پکې د ۸۱ منډو په توپیر د ډومیسټیک ایلېون-۲ لوبډلې ته ماتې ورکړه. دغه لوبه کې لومړی د ننګرهار لوبډلې توپوهنه ترسره کړه او په ټاکلو ۴۳ اورونو کې یې د ۲۸۰ منډو هدف وټاکه.

د ننګرهار لوبډلې په توپوهونکو کې محمد شهزاد محمدي ۸۵، الله نور ناصري ۴۵، ارشاد ساپي ۴۲ او اکبر موسی زي ۴۰ منډې جوړې کړې. بلخوا د ډومیسټیک ایلېون-۲ لوبډلې توپ اچوونکو کې محمدګل علیزي، نعمت الله سهاک او حمید هوتک هر یوه ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د ننګرهار لوبډلې د هدف په تعقیب کې ډومیسټیک ایلېون-۲ لوبډلې د خپلو ټولو ویکټو په تاوان سره یوازې ۱۹۸ منډې ترسره کړې او د ۸۱ منډو په توپیر یې ماتې ومنله. د ډومیسټیک ایلېون-۲ لوبډلې توپوهنه کې علي احمد ناصر ۶۴، ضیاء الدین شریفي ۳۴ او قدرت الله کاکړ ۳۰ منډې جوړې کړې. بلخوا د ننګرهار لوبډلې په ګټه عثمان یونس ۵ او اقدام الحق ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د ننګرهار لوبډلې توپ اچوونکی عثمان یونس د ۵ ویکټو په ترلاسه کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی شو.
د یادونې وړ ده، چې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو په لړ کې به سبا سهار د خوست په رحمت ولي مسرور لوبغالي کې پکتیکا د اي سي بي ایلېون او د ننګرهار په نجیب الله تره کي لوبغالي کې لوګر د کابل الف لوبډلو پر وړاندې د لوبو ډګر ته ووځي.

ملاتړ کوونکي او همکاران