کابل ب او بدخشان لوبډلو نن خپل سیالان مات کړل
کورني
4 دقیقې

کابل ب او بدخشان لوبډلو نن خپل سیالان مات کړل

د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي لوبو په لړ کې نن یوازې د کونړ او ننګرهار غازي امان الله خان لوبغالي د لوبو کوربانه وه. په دغه لوبو کې بدخشان په ۷ ویکټو د ننګرهار ب او کابل ب لوبډلې د سمنګان لوبډله له ماتې سره مخ کړه. د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي لوبو په لړ کې به ننګرهار، کونړ، کندهار او خوست کې سیالۍ ترسره شي.

د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې نن د کابل ب لوبډلې سمنګان ته ماتې ورکړه. دغه لوبه کې لومړی د سمنګان لوبډلې توپوهنه وکړه او د ۲۴۵ منډو هدف یې وټاکه. د سمنګان توپوهنه کې حمیدالله ۷۰، بلال خان ۵۷ او شرافت ۵۰ منډې ترسره کړې. د کابل ب لوبډلې په ګټه ګل محمد ۴ او منصور ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د سمنګان لوبډلې هدف کابل ب لوبډلې د لوبې په ۳۷م اور کې د ۳ ویکټو په تاوان ترلاسه کړی. د دوی په توپوهنه کې حمیدالله هوتک ۱۳۷ او ادریس ۵۶ منډې ترسره کړې. د سمنګان توپ اچونه کې لیس لونګ، شرافت او بلال ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه.

د کابل ب لوبډلې توپوهونکی حمیدالله هوتک په ۱۳۷ منډو د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د نن دویمه لوبه چې کونړ کې د بدخشان او ننګرهار ب لوبډلو تر منځ ترسره شوه، بدخشان پکې د ۷ ویکټو په توپیر بریا خپله کړه. دغه لوبه کې لومړی  ننګرهار توپوهنه وکړه او د ۲۱۹ منډو هدف یې وټاکه. د دوی توپوهنه کې عابد محمدي ۱۳۱ او عنایت الله ۳۱ منډې جوړې کړې. د بدخشان له لوري احسان لکڼوال او نعمت متونوال ۳-۳ او احسان ځدراڼ ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

بدخشان لوبډلې د سیالې ننګرهار ب لوبډلې هدف د ۳ ویکټو په تاوان د لوبې په ۳۷ اورونو کې ترلاسه کړی. د بدخشان توپوهنه کې فرید ځدراڼ ۱۱۳ ناسوځېدلي، عبدالجبار ۵۹ او عالم زېب ۳۴ منډې جوړې کړې. د ننګرهار ب په ګټه اکرام مومند ۲ ویکټې په خپل نوم کړې.

د بدخشان لوبډلې توپوهونکی فرید ځدراڼ په ۱۱۳ منډو د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې وړ ده چې د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي لوبو په لړ کې به سبا د ننګرهار غازي امان الله خان لوبغالي کې ننګرهار د زابل، کونړ کې جوزجان د کونړ، د خوست رحمت ولي مسرور لوبغالي کې خوست الف د بغلان، د خوست مس عینک لوبغالي کې لوګر د پروان، د کندهار قریشي لوبغالي کې هلمند د کابل ډي او د کندهار لوبغالي کې به پکتیا د کندهار الف لوبډلو کې د لوبو ډګر ته ووځي

ملاتړ کوونکي او همکاران