پکتیا، کابل ډي، ننګرهار ب، کندز، لوګر او خوست الف لوبډلو بریاوې خپلې کړې
کورني
8 دقیقې

پکتیا، کابل ډي، ننګرهار ب، کندز، لوګر او خوست الف لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي لوبو په لړ کې نن هم شپږ لوبې ترسره شوې. د یادو لوبو په لړ کې پکتیا د هلمند، کابل ډي د غزني، ننګرهار ب د جوزجان، خوست الف د پروان، کندز د نورستان او لوګر د فاریاب لوبډلې له ماتې سره مخ کړې. باید وویل شي چې د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي لوبو په لړ کې به سبا یوازې یوه لوبه په ننګرهار غازي امان الله خان لوبغالي کې ترسره شي.

8 دقیقې

د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي لوبو په لړ کې نن هم شپږ لوبې ترسره شوې. د یادو لوبو په لړ کې پکتیا د هلمند، کابل ډي د غزني، ننګرهار ب د جوزجان، خوست الف د پروان، کندز د نورستان او لوګر د فاریاب لوبډلې له ماتې سره مخ کړې. باید وویل شي چې د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي لوبو په لړ کې به سبا یوازې یوه لوبه په ننګرهار غازي امان الله خان لوبغالي کې ترسره شي.

د کندهار په قریشي لوبغالي کې نن د پکتیا او هلمند لوبډلو تر منځ لوبه ترسره شوه، چې پکتیا پکې د ۶ ویکټو په توپیر بریا خپله کړه. یاده لوبه کې لومړی هلمند توپوهنه وکړه او د ۱۵۵ منډو هدف یې وټاکه. د دوی په ګټه شریف الله بارکزي ۵۴ او قدرت الله ۲۸ منډې جوړې کړې. باید وویل شي چې د پکتیا په توپ اچونه کې سمیع مبارز ۷ او حقمل اریا ۳ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.

د هلمند لوبډلې هدف پکتیا لوبډلې د لوبې په ۳۴م  اور کې ترلاسه کړی. د پکتیا په توپوهنه کې رحمن ۸۱ ناسوځېدلي او حبیب الله ۲۱ منډې جوړې کړې. د هلمند په توپ اچونه کې عثمان ابدال ۳ ویکټې په خپل نوم کړې. د پکتیا لوبډلې توپ اچوونکی سمیع مبارز د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د خوست رحمت ولي مسرور لوبغالي کې لوګر په ۸ ویکټو فاریاب ته ماتې ورکړه. دغه لوبه کې فاریاب شاه محمد او سمیع الله هر یوه ۲۴ منډو پر مټ د ۱۶۹ منډو هدف وټاکه. د لوګر په ګټه اکبر احمدزي ۴، محمد احمدزي ۳ او حمید ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د فاریاب لوبډلې هدف لوګر لوبډلې د لوبې په ۲۷م اور کې د ۲ ویکټو په تاوان ترلاسه کړی. د دوی په توپوهونکو کې منصور ۷۲ او فضل الحق ۳۸ منډې جوړې کړې. د فاریاب په توپ اچونه کې سمیع الله او زبیح الله ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه. د لوګر لوبډلې لوبغاړی اکبر احمدزی د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د ننګرهار غازي امان الله خان لوبغالي کې د کندز لوبډلې د ۷ ویکټو په توپیر د نورستان لوبډلې ته ماتې ورکړه. په یاده لوبه کې نورستان لوبډلې د ۱۶۹ منډو هدف ټاکلی و. د دوی په توپوهنه کې نورالله ۶۳ او محمد فهیم ۲۷ منډې جوړې کړې. د کندز په توپ اچونه کې ګل نور ۳، شبیر، هارون او نصیب الله هر یوه ۲ ویکټې په خپل نوم کړې.

د نورستان لوبډلې هدف کندز لوبډلې د لوبې په ۱۹م اور کې د دریو ویکټو په تاوان ترلاسه کړی. د کندز توپوهنه کې نجیب الله الکوزي ۱۱۵ ناسوځېدلي منډې جوړ کړې. باید وویل شي چې د نورستان په ګته احسان الله ۳ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل. د کندز لوبډلې توپوهونکی نجیب الله الکوزی د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د کندهار کرکټ لوبغالي کې کابل ډي لوبډلې د ۸۴ منډو په توپیر د غزني لوبډلې ته ماتې ورکړه. دغه لوبه کې لومړی کابل ډي توپوهنه وکړه او د ۲۵۷ منډو هدف یې وټاکه. د دوی په ګټه حمزه ۵۹، زین الله ۵۳، اجمل مایار ۵۱ او رحیم الله ۵۰ منډې ترسره کړې. بلخوا د غزني په توپ اچونه کې شمس فخري او شېرالله ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه.

د کابل ډي لوبډلې د هدف په ځواب کې غزني لوبډلې د ټولو لوبغاړو په تاوان ۱۷۲ منډې جوړې کړې. د دوی په توپوهونکو کې محیب الله جلالزي تر نورو زیاتې ۴۶ منډې جوړې کړې. بلخوا د کابل ډي په ګټه جمعه سلطاني ۴، روح الله، عبدالحلیم او محمد عثمان هر یوه ۲ ویکټې ترلاسه کړې. د لوبې غوره لوبغاړی جمعه سلطاني ونومول شو.

کونړ کې بیا د ننګرهار ب لوبډلې د جوزجان لوبډلې ته ماتې ورکړه. دغه لوبه کې ننګرهار ب لوبډلې د عنایت الله ۹۳ او نجیب قاضي خېل ۹۵ منډو پر مټ د ۲۹۶ منډو هدف وټاکه. د جوزجان په توپ اچونه کې جاوید سیدي ۳، رسول او سیدجلال ۲-۲ ویکټې په خپل نوم کړې.

د ننګرهار ب لوبډلې د هدف په ځواب کې جوزجان لوبډلې یوازې ۲۵۷ منډې جوړې کړې. د یادې لوبډلې توپوهنه کې نصرالله ترکمن ۹۳ او سید جلال ۴۸ منډې جوړې کړې. د ننګرهار ب لوبډلې توپ اچوونکو کې اکرام مومند ۴ او فهیم قاسمي ۲ ویکټې ترلاسه کړې. د یادې لوبې غوره لوبغاړی نجیب قاضي خېل ونومول شو.

خوست رحمت ولي مسرور لوبغالي کې خوست الف لوبډلې د پروان لوبډلې ته ماتې ورکړه. دغه لوبه کې خوست الف لوبډلې د ۳۸۱ منډو هدف ټاکلی و. د دوی توپوهونکو کې سیف ننګیال ۱۲۴، عبدالله محمدي ۱۱۷، صابر ګربز ۴۸ او سید الرحمن ۳۹ منډې ترسره کړې. د پروان په توپ اچوونکو کې سیف الله ۳ او امیدالله ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د خوست الف لوبډلې د هدف ځواب کې پروان ۲۰۷ منډې جوړې کړې او د ۱۷۳ منډو په توپیر یې ماتې ومنله. د دوی توپوهنه کې سیف الله ۷۰، رحمت الله ۵۴ او عزت فاروقي ۲۶ منډې جوړې کړې. د خوست الف په توپ اچونه کې حبیب الله ۴، فرمان الله او عبدالله محمدي ۲-۲ ویکټې ترلاسه کړې. د یادې لوبې غوره لوبغاړی عبدالله محمدي ونومول شو.

د یادونې وړ ده چې د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي لوبو په لړ کې به سبا د ننګرهار غازي امان الله خان لوبغالي کې سرپل د ننګرهار الف لوبډلې پر وړاندې د لوبې ډګر ته ووځي.

ملاتړ کوونکي او همکاران