کندهار الف، بدخشان، غزني، خوست الف، بغلان او پکتیکا لوبډلو بریاوي ترلاسه کړې
کورني
8 دقیقې

کندهار الف، بدخشان، غزني، خوست الف، بغلان او پکتیکا لوبډلو بریاوي ترلاسه کړې

د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي لوبو په لړ کې نن هم شپږ لوبې ترسره شوې. په دغه لوبو کې کندهار الف د هلمند، بدخشان د کابل ج، غزني د پکتیا، پکتیکا د ننګرهار الف، خوست الف د فاریاب او بغلان د پروان لوبډلو پر وړاندې بریاوي ترلاسه کړې. باید وویل شي چې د وزیر محمد اکبر خان دویمې درجې ولایتي لوبډلو څخه به اته لوبډلې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه لوبو ته لار ومومي.

8 دقیقې

د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي لوبو په لړ کې نن هم شپږ لوبې ترسره شوې. په دغه لوبو کې کندهار الف د هلمند، بدخشان د کابل ج، غزني د پکتیا، پکتیکا د ننګرهار الف، خوست الف د فاریاب او بغلان د پروان لوبډلو پر وړاندې بریاوي ترلاسه کړې. باید وویل شي چې د وزیر محمد اکبر خان دویمې درجې ولایتي لوبډلو څخه به اته لوبډلې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه لوبو ته لار ومومي.

د کندهار کرکټ لوبغالي کې نن د غزني لوبډلې د ۷ ویکټو په توپیر د پکتیا لوبډلې ته ماتې ورکړه. په دغه لوبه کې لومړی پکتیا لوبډلې توپوهنه ترسره کړه او د ټولو ویکټو په تاوان یې ۱۶۸ منډې جوړې کړې. د دوی په توپوهونکو کې رحمن ۶۸ او شوکت ۲۰ منډې جوړې کړې. باید وویل شي چې د غزني په توپ اچونه کې رحمن الله ۳، شمس فخري، رشید ځاځي او خالد اندړ هر یوه ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د پکتیا لوبډلې د ۱۶۹ منډو هدف غزني لوبډلې د لوبې په ۳۴م اور کې ترلاسه کړی. د غزني په توپوهنه کې محیب الله جلالزي ۷۱ او شاهد افضلي ۶۱ منډې ترسره کړې. بلخوا د پکتیا لوبډلې په توپ اچونه کې سمیع مبارز ۲ ویکټې ترلاسه کړې. د غزني لوبډلې لوبغاړی محیب الله جلالزی د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د کندهار قریشي لوبغالي کې بیا د کندهار الف لوبډلې په ۷ ویکټو د هلمند لوبډلې ته ماتې ورکړه. دغه لوبه کې هلمند د قدرت الله ۶۳، احمدضیاء ۵۹ او شریف الله ۵۶ منډو پر مټ د ۲۵۹ منډو هدف وټاکه. د کندهار الف په توپ اچونه کې احمد راز ۳ ویکټې ترلاسه کړې.

د هلمند لوبډلې ټاکلی هدف کندهار الف لوبډلې د لوبې په ۳۹م اور کې ترلاسه کړی. د یادې لوبډلې په ګټه نعمان شاه ۱۰۷، محمد اسحاق ۵۰ او سلیمان خېل ۴۸ منډې جوړې کړې. د هلمند لوبډلې توپ اچوونکو کې مصطفی سنګر ۲ او نقیب الله بارکزي ۱ ویکټ په خپل نوم کړه. د کندهار الف لوبډلمشر نعمان شاه د لوبې غوره لوبغاړی شو.
کونړ کې بدخشان په ۴۷ منډو کابل ج لوبډلې ته ماتې ورکړه. دغه لوبه کې بدخشان لوبډلې د فرید ځدراڼ ۱۵۳ او عبدالجبار ۱۰۴ منډو پر مټ د ۳۲۱ منډو هدف وټاکه. بلخوا بیا د کابل ج لوبډلې په توپ اچونه کې سید خان ۷ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.

د بدخشان لوبډلې د هدف په تعقیب کې کابل ج لوبډلې ۲۷۳ منډې جوړې کړې. د یادې لوبډلې په توپوهنه کې حبیب الله ۱۱۶، ثناء الله ۵۷ او محمد ۴۸ منډې ترسره کړې. د بدخشان لوبډلې په توپ اچوونکو کې محمد شاهد تر نورو زیاتې ۲ ویکټې په خپل نوم کړې. د بدخشان لوبډلې توپوهونکی فرید ځدراڼ د لوبې غوره لوبغاړی شو. 

د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې بیا پکتیکا د یوې ویکټې په توپیر د ننګرهار الف لوبډلې ته ماتې ورکړه. په دغه لوبه کې لومړی ننګرهار الف لوبډلې د ۱۷۷ منډو هدف وټاکه. د دوی توپوهنه کې عبدالمجید تر نورو زیاتې ۴۶ منډې جوړې کړې. باید وویل شي چې د پکتیکا لوبډلې توپ اچونه کې عزیزالله او محمد عالم هر یوه ۳ او عنایت الله ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د ننګرهار الف لوبډلې د ۱۷۷ منډو هدف پکتیکا لوبډلې د ۹ ویکټو په تاوان د لوبې په ۴۳م اور کې ترلاسه کړی. د پکتیکا توپوهنه کې عطا محمد زرمل ۹۱ او اکبر ۲۴ منډې جوړې کړې. د ننګرهار الف لوبډلې په توپ اچوونکو کې ولي اغا ۳، حیات نوري او تحسین ۲-۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل. د لوبې غوره لوبغاړی د پکتیکا لوبډلې توپوهونکی عطا محمد زرمل ونومول شو.

د خوست رحمت ولي مسرور لوبغالي کې خوست الف لوبډلې د ۸۰ منډو په توپیر فاریاب لوبډلې ته  ماتې ورکړه. په یاده لوبه کې لومړی خوست الف لوبډلې د سیف ننګیال ۹۰، سیدالرحمن ۶۴، صادق شاه ۶۰ او حبیب الله ۴۷ منډو پر مټ د ۳۱۲ منډو هدف وټاکه. د فاریاب په توپ اچونه کې ثناء الله او زبیح الله ۲-۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د خوست الف لوبډلې هدف پسې فاریاب لوبډلې د ۹ ویکټو په تاوان ۲۳۱ منډې جوړې کړې. د یادې لوبډلې توپوهنه کې کامران ځدراڼ ۹۶، عزت بارکزي ۴۱ او احمد ولي ۳۱ منډې ترسره کړې. د ویلو ده چې د خوست الف لوبډلې توپ اچونه کې حبیب الله تڼیوال او عبدالله محمدي ۲-۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل. د خوست الف لوبډلې توپوهونکی سیف ننګیال د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د خوست په مس عینک لوبغالي کې بغلان لوبډلې د ۹۷ منډو په لوی توپیر د پروان لوبډلې ته ماتې ورکړه. یاده سیالۍ کې بغلان لوبډلې د سهراب امیري ۶۱، امیرحمزه ۵۳، شېرمحمد ۵۱ او راحت اندړ ۳۵ منډو پر مټ د ۳۱۴ منډو هدف وټاکه. د پروان توپ اچونه کې ریحان الدین ۳، امیدالله او عبدالسلام ۲-۲ ویکټې په خپل نوم کړې.

د بغلان لوبډلې د هدف په تعقیب کې پروان لوبډلې د ټولو ویکټو په تاوان ۲۱۶ مندې جوړې کړې. د یادې لوبډلې په توپوهنه کې سیف الله ۸۳، خالد نیازي ۵۲ او امیدالله ۳۳ منډې ترسره کړې. باید وویل شي چې د بغلان په توپ اچونه کې دورېش احمدزي ۴ او نعمت الله ۳ ویکټې ترلاسه کړې. دروېش احمدزی د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د یادونې وړ ده چې د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي لوبو په لړ کې به سبا کونړ کې جوزجان د ننګرهار ب، د خوست رحمت ولي مسرور لوبغالي کې لوګر د فاریاب، د خوست مس عینک لوبغالي کې خوست الف د پروان، د ننګرهار غازي امان الله خان لوبغالي کې کندز د نورستان، د کندهار قریشي لوبغالي کې هلمند د پکتیا او د کندهار کرکټ لوبغالي کې غزني د کابل ډي لوبډلو پر وړاندې د لوبو ډګر ته ووځي.

ملاتړ کوونکي او همکاران