ډومیسټیک ایلېون-۲ او کندهار الف لوبډلو بریاوي ترلاسه کړې
کورني
4 دقیقې

ډومیسټیک ایلېون-۲ او کندهار الف لوبډلو بریاوي ترلاسه کړې

د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو په روان بهیر کې نن دوه لوبې ترسره شوې، چې د خوست په رحمت ولي مسرور لوبغالي کې کندهار الف لوبډلې د ۷ ویکټو په توپیر د اي سي بي ایلېون او د ننګرهار په نجیب الله تره کي لوبغالي کې ډومیسټیک ایلېون-۲ لوبډلې د ۵۵ منډو په توپیر د لوګر لوبډلې له ماتې سره مخ کړې.

4 دقیقې

د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو په روان بهیر کې نن دوه لوبې ترسره شوې، چې د خوست په رحمت ولي مسرور لوبغالي کې کندهار الف لوبډلې د ۷ ویکټو په توپیر د اي سي بي ایلېون او د ننګرهار په نجیب الله تره کي لوبغالي کې ډومیسټیک ایلېون-۲ لوبډلې د ۵۵ منډو په توپیر د لوګر لوبډلې له ماتې سره مخ کړې.

د لوګر او ډومیسټیک ایلېون-۲ لوبډلو تر منځ د نن لوبه کې لومړی ډومیسټیک ایلېون-۲ لوبډلې توپوهنه ترسره کړه او د ۲۷۲ منډو هدف یې وټاکه. د یادې لوبډلې په ګټه سهراب امیري ۷۰، ضیاء الدین شریفي ۶۵ او سید جلال هاشمي ۴۳ ناسوځېدلي منډې ترسره کړې. بلخوا د لوګر لوبډلې توپ اچونه کې محمدالله لوګري او اکبر احمدزي ۲-۲ ویکټې په خپل نوم کړې.

د ډومیسټيک ایلېون-۲ لوبډلې د هدف په ځواب کې لوګر لوبډلې د خپلو ټولو ویکټو په تاوان یوازې ۲۱۶ منډې جوړې کړې او د ۵۵ منډو په توپیر یې ماتې ومنله. د دوی په توپوهنه کې سهیل خان ۹۴، عزت نور ۵۱ او منصور خان ۳۸ منډې ترسره کړې. د ډومیسټیک ایلېون-۲ لوبډلې توپ اچونه کې جاوید سیدي ۵، حمید هوتک او سید جلال هاشمي ۲-۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.

د ډومیسټیک ایلېون-۲ لوبډلې توپ اچوونکی جاوید سیدي د ۵ مهمو ویکټو په ترلاسه کولو سره د یادې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د کندهار الف او اي سي بي ایلېون لوبډلو تر منځ لوبه کې بیا کندهار الف لوبډلې د ۷ ویکټو په توپیر بریا ترلاسه کړه. یاده لوبه کې لومړی اي سي بي ایلېون لوبډلې توپوهنه وکړه او د ۱۴۵ منډو هدف یې وټاکه. د یادې لوبډلې لپاره صدیق پاچا ۵۴ او راحت اندړ ۲۵ منډې جوړې کړې. د کندهار الف لوبډلې توپ اچوونکو کې سمیع سرمست ۵ او احمدولي سیال ۳ ویکټې په خپل نوم کړې.

د اي سي بي ایلېون لوبډلې هدف کندهار الف لوبډلې د لوبې په ۱۹م اور کې د ۳ ویکټو په تاوان ترلاسه کړی. د کندهار الف لوبډلې توپوهنه کې نعمان شاه ۵۶، جلال احمد ۳۴ او بلال احمد ۲۴ منډې جوړې کړې. باید وویل شي چې د اي سي بي ایلېون په توپ اچونه کې شریف الله، رحمت الله او صدیق باچا ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه.

د کندهار الف لوبډلې چټک توپ اچوونکی سمیع سرمست د ۵ ویکټو په ترلاسه کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې ده چې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو په دوام به سبا د ننګرهار نجیب الله تره کي لوبغالي کې کابل الف د چېرمېن ایلېون او د خوست رحمت ولي مسرور لوبغالي کې خوست د پکتیکا لوبډلو پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شي. 

 

ملاتړ کوونکي او همکاران