ننګرهار او کندهار-الف لوبډلو بریاوي خپلې کړې!
کورني
5 دقیقې

ننګرهار او کندهار-الف لوبډلو بریاوي خپلې کړې!

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ له کلني مهالوېش سره سم د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي شل اوریزه سیالۍ چې نن پیل شوې، په لومړۍ لوبه کې یې کندهار-الف د ۸ ویکټو په توپیر د لوګر او ننګرهار د ۱۱ منډو په توپیر د چېرمېن ایلېون لوبډلو ته ماتې ورکړې. باید وویل شي چې دا ب ګروپ لوبې به سبا ننګرهار ولایت کې هم پیل شي.

5 دقیقې

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ له کلني مهالوېش سره سم د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي شل اوریزه سیالۍ چې نن پیل شوې، په لومړۍ لوبه کې یې کندهار-الف د ۸ ویکټو په توپیر د لوګر او ننګرهار د ۱۱ منډو په توپیر د چېرمېن ایلېون لوبډلو ته ماتې ورکړې. باید وویل شي چې دا ب ګروپ لوبې به سبا ننګرهار ولایت کې هم پیل شي.

د لوګر او کندهار-الف لوبډلو تر منځ لوبه چې د کندهار په کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، کندهار-الف لوبډلې پکې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. لوګر لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د ۸ ویکټو په تاوان یوازې د ۹۸ منډو هدف وټاکه. د دوی په توپوهنه کې صابر حنیف ۲۸ او سهیل خان ۲۵ منډې جوړې کړې. بلخوا د کندهار-الف لوبډلې توپ اچونه کې احمدولي سیال ۳ او شاه محمد ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د لوګر لوبډلې هدف کندهار-الف لوبډلې د لوبې په ۱۶م اور کې د ۲ ویکټو په تاوان ترلاسه کړی. د دوی په توپوهونکو کې لوبډلمشر نعمان شاه ۵۱ ناسوځېدلي او عمران مزاري ۲۲ منډې ترسره کړې. بل لور ته د لوګر لوبډلې توپ اچونه کې رشید ځاځي او محمدالله هر یوه ۱ ویکټ په خپل نوم کړه.

د لوبې په وروستیو کې د کندهار-الف لوبډلې توپ اچوونکی احمدولي سیال د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د نن دویمه لوبه چې د کندهار په قریشي لوبغالي کې ترسره شوه، ننګرهار پکې د ۱۱ منډو په توپیر د چېرمېن ایلېون لوبډلې ته ماتې ورکړه. دغه لوبه کې لومړی ننګرهار لوبډلې توپوهنه ترسره کړه او د ۱۵۹ منډو دف یې په ۲۰ اورونو کې وټاکه. د یادې لوبډلې توپوهنه کې طارق ستانکزي ۴۲، اکبر موسی زي ۳۸ او ارشاد ساپي ۳۲ منډې جوړې کړې. د چېرمېن ایلېون لوبډلې توپ اچوونکو کې لطف الله ۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.

د ننګرهار لوبډلې د هدف په ځواب کې چېرمېن ایلېون لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د ۳ ویکټو په تاوان یوازې ۱۴۷ منډې جوړې کړې. د دوی په توپوهونکو کې مبین خان ۵۲، فضل عثماني او اعجاز احمد هر یوه ۲۶ منډې ترسره کړې. د ننګرهار لوبډلې توپ اچونه کې عثمان یونس ۲ او یما عرب ۱ ویکټ په خپل نوم کړه.

د یادې سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه د ننګرهار لوبډلې توپوهونکي اکبر موسی زي د ۳۸ چټکو منډو په جوړولو سره ترلاسه کړه.

د یادونې وړ ده، چې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي شل اوریزه سیالیو په دوام به سبا ۱۱:۰۰ بجې د کندهار کرکټ لوبغالي کې لوګر د ننګرهار، د کندهار قریشي لوبغالي کې خوست-ب د ډومیسټیک ایلېون-۲، د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې کابل-الف د خوست او د ننګرهار نجیب الله تره کي لوبغالي کې ننګرهار-ب د ډومیسټیک ایلېون لوبډلو پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شي. 

ملاتړ کوونکي او همکاران