لوګر، خوست، ډومیسټیک ایلېون-۲ او ننګرهار-ب لوبډلو بریاوي خپلې کړې!
کورني
8 دقیقې

لوګر، خوست، ډومیسټیک ایلېون-۲ او ننګرهار-ب لوبډلو بریاوي خپلې کړې!

د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي شل اوریزه سیالۍ چې تېره ورځ پیل شوې، نن یې پر دویمه ورځ لوګر لوبډلې په ۲۰ منډو ننګرهار لوبډلې ته، ډومیسټيک ایلېون-۲ لوبډلې په ۵ ویکټو توپیر د خوست-ب لوبډلې ته، خوست لوبډلې په ۴ ویکټو توپیر د کابل الف لوبډلې ته او ننګرهار-ب لوبډلې په ۶ ویکټو ډومیسټیک ایلېون لوبډلې ته ماتې ورکړې. د یادو سیالیو په دوام به سبا هم څلور لوبې په کندهار او ننګرهار ولایتونو کې ترسره شي.

8 دقیقې

د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي شل اوریزه سیالۍ چې تېره ورځ پیل شوې، نن یې پر دویمه ورځ لوګر لوبډلې په ۲۰ منډو ننګرهار لوبډلې ته، ډومیسټيک ایلېون-۲ لوبډلې په ۵ ویکټو توپیر د خوست-ب لوبډلې ته، خوست لوبډلې په ۴ ویکټو توپیر د کابل الف لوبډلې ته او ننګرهار-ب لوبډلې په ۶ ویکټو ډومیسټیک ایلېون لوبډلې ته ماتې ورکړې. د یادو سیالیو په دوام به سبا هم څلور لوبې په کندهار او ننګرهار ولایتونو کې ترسره شي.

د لوګر او ننګرهار لوبډلو تر منځ لوبه چې په کندهار کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، لوګر پکې د ۲۰ منډو په توپیر بریا خپله کړه. دغه لوبه کې لوګر لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه، چې د فضل الحق ۶۰ او منصور خان ۲۹ منډو پر مټ یې په ۲۰ اورونو کې د ۱۶۰ منډو هدف وټاکه. د ننګرهار لوبډلې په ګټه بیا یما عرب ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د لوګر لوبډلې د هدف ځواب کې ننګرهار لوبډلې ټاکلو ۲۰ اورونو کې ۱۳۹ منډې جوړې کړې او ماتې یې ومنله. د دوی توپوهنه کې عثمان نوري ۵۵ او ارشاد ساپي ۲۴ منډې جوړې کړې. بلخوا د لوګر لوبډلې توپ اچوونکو کې سمیع مبارز ۴ ویکټې په خپل نوم کړې.

د لوګر لوبډلې توپ اچوونکی سمیع مبارز د ۱۷ منډو بدل کې د ۴ ویکټو په ترلاسه کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د کندهار په قریشي لوبغالي کې بیا ډومیسټيک ایلېون-۲ لوبډلې د ۵ ویکټو په توپیر د خوست-ب لوبډلې ته ماتې ورکړه. یاده لوبه کې لومړی خوست-ب توپوهنه وکړه، چې د جمشېد خان ۵۳ او رحمن ریحان ۴۰ منډو پر مټ یې د ۱۷۵ منډو هدف وټاکه. د ډومیسټیک ایلېون-۲ په ګټه سید جلال، عرب مومند او جاوید سیدي ۱-۱ ویکټ په خپل نوم کړه.

د خوست-ب لوبډلې هدف ډومیسټیک ایلېون-۲ لوبډلې د لوبې په ۱۸م اور کې د ۵ ویکټو په تاوان ترلاسه کړی. د یادې لوبډلې توپوهنه کې ضیاء الدین شریفي ۴۰ او جاوید سلیمانخېل ۷۲ منډې جوړې کړې. بلخوا د خوست-ب په توپ اچونه کې حمزه او عزت الله ۲-۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.

د ډومیسټيک ایلېون-۲ لوبډلې توپوهونکی جاوید سلیمانخېل د ۷۲ منډو په جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې بیا خوست لوبډلې د کابل الف لوبډلې ته ماتې ورکړه. یاده لوبه کې کابل الف لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او د ۱۵۷ منډو هدف یې وټاکه. د دوی په توپوهنه کې محمد هارون ۷۰ او نصیراحمد ۲۲ منډې جوړې کړې. د خوست په توپ اچونه کې عابدالله محمدي ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د کابل الف لوبډلې هدف خوست لوبډلې د لوبې په وروستي اور کې د ۶ ویکټو په تاوان ترلاسه کړی. د دوی توپوهنه کې نوید عبید ۵۱، طاهر سروري ۲۷ او یونس ځدراڼ ۲۶ منډې جوړې کړې. بلخوا د کابل الف په توپ اچونه کې مسلم موسی ۳ ویکټې په خپل نوم کړې.

د خوست لوبډلې الراونډر یونس ځدراڼ د ۱ ویکټ او ۲۶ منډو په ترلاسه کولو د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د ننګرهار په نجیب الله تره کي لوبغالي کې بیا ننګرهار-ب لوبډلې ډومیسټیک ایلېون لوبډلې ته ماتې ورکړه. دغه لوبه کې ډومیسټیک ایلېون لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه، چې د جاوید احمدزي ۶۹ او اسلام ځاځي ۲۶ منډو پر مټ یې د ۱۲۷ منډو هدف وټاکه. د ننګرهار-ب په توپ اچوونکو کې افتاب عالم او فهیم قاسمي هر یوه ۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.

د ډومیسټيک ایلېون لوبډلې هدف ننګرهار-ب لوبډلې د لوبې په ۱۹م اور کې د ۴ ویکټو په تاوان ترلاسه کړی. د دوی په ګټه عابد محمدي ۳۰، شوکت زمان ۲۵ او نجیب قاضي خېل ۲۴ منډې جوړې کړې. بلخوا د ډومیسټیک ایلېون په توپ اچونه کې کامل کاکړ، حیات نوري، رحمت اتل او صابر بهرامي ۱-۱ ویکټ په خپل نوم کړه.

د لوبې په وروستیو کې د ننګرهار-ب لوبډلې توپ اچوونکی فهیم قاسمي د ۲۳ منډو بدل کې د ۲ مهمو ویکټو په ترلاسه کولو د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د یادونې وړ ده، چې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي شل اوریزه سیالیو په دوام به سبا ۱۱:۰۰ بجې د کندهار کرکټ لوبغالي کې چېرمېن ایلېون د ډومیسټیک ایلېون-۲، د کندهار قریشي لوبغالي کې خوست-ب د کندهار الف، د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې خوست د ننګرهار-ب او د ننګرهار نجیب الله تره کي لوبغالي کې اي سي ایلېون د پکتیکا لوبډلو پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شي. 

 

ملاتړ کوونکي او همکاران