خوست او اي سي بي ایلېون لوبډلو بریاوي خپلې کړې!
کورني
5 دقیقې

خوست او اي سي بي ایلېون لوبډلو بریاوي خپلې کړې!

د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي شل اوریزه سیالیو په دوام نن دوه لوبې ترسره شوې خو دوه لوبې بیا د باران له امله ترسره نه شوې. نن په لومړۍ لوبه کې د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې خوست د ۱۲ منډو په توپیر د ننګرهار-ب لوبډلې ته او د ننګرهار په نجیب الله تره کي لوبغالي کې اي سي بي ایلېون لوبډلې د ۷ ویکټو په توپیر د پکتیکا لوبډلې ته ماتې ورکړې. کندهار کې بیا د ډومیسټيک ایلېون-۲ او چېرمېن ایلېون او ددې ولایت قریشي لوبغالي کې بیا د کندهار الف او خوست-ب تر منځ لوبه د باران ورښت له امله ترسره نه شوې.

د پکتیکا او اي  سي بي ایلېون لوبډلو تر منځ لوبه چې لومړی پکې پکتیکا لوبډلې توپوهنه وکړه، اي سي بي ایلېون لوبډلې بریا خپله کړه. دغه لوبه کې پکتیکا لوبډلې ټاکلو ۲۰ اورونو کې د عطا محمد زرمل ۳۶ او محیب الله زرمتي ۲۸ منډړ پر مټ د ۱۱۹ منډو هدف وټاکه. بلخوا د اي سي بي ایلېون توپ اچونه کې ابوذر ساپي او اعجازالحق نورزي هر یوه ۳ ویکټې ترلاسه کړې.

د پکتیکا لوبډلې د ۱۱۹ منډو هدف اي سي بي ایلېون لوبډلې د لوبې په ۱۳م اور کې د ۳ ویکټو په تاوان ترلاسه کړی. د دوی په توپوهنه کې صدیق باچا ۳۱ او سبحان علي ۲۸ منډې جوړې کړې. بلخوا بیا د پکتیکا توپ اچونه کې محمد عالم او سهیل هر یوه ۱ ویکټ ترلاسه کړه.

د اي سي بي ایلېون لوبډلې لیګ بریکر ابوذر ساپی د ۱۳ منډو بدل کې د ۳ ویکټو په ترلاسه کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د خوست او ننګرهار-ب لوبډلو تر منځ لوبه کې بیا خوست بریا خپله کړه. دغه لوبه کې لومړی خوست لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د سیف ننګیال ۸۷ او طاهر سروري ۳۱ منډو پر مټ د ۱۶۱ منډو هدف وټاکه. د ننګرهار-ب لوبډلې په ګټه افتاب عالم او اسرار شفق ۱-۱ ویکټ په خپل نوم کړه.

د خوست لوبډلې د هدف په ځواب کې ننګرهار-ب لوبډلې د ۳ ویکټو په تاوان ۲۰ اورونو کې ۱۴۲ منډې جوړې کړې. د دوی توپوهنه کې شوکت زمان ۵۳ او عابد محمدي ۲۷ منډې ترسره کړې. باید وویل شي چې د خوست لوبډلې توپ اچوونکو کې عبدالله محمدي ۲ لوبغاړي د لوبې له ډګر بهر کړل.

د لوبې په وروستیو کې د خوست لوبډلې پیلیز توپوهونکی سیف ننګیال د ۸۷ منډو په جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د یادونې وړ ده، چې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي شل اوریزه سیالیو په دوام به سبا ۱۱:۰۰ بجې د کندهار کرکټ لوبغالي کې چېرمېن ایلېون د خوست-ب، د کندهار قریشي لوبغالي کې ننګرهار د ډومیسټیک ایلېون-۲، د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې کابل الف د اي سي بي ایلېون او د ننګرهار نجیب الله تره کي لوبغالي کې ډومیسټيک ایلېون د پکتیکا لوبډلو پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شي. 

ملاتړ کوونکي او همکاران