د ننګرهار لوبډلې د هدف په ځواب کې خوست
ب لوبډلې ۱۴۳ منډې جوړې کړې او لوبه یې برابره کړه.
د خوست ب توپوهنه کې خالد تڼیوال ۶۶
او اصغر اتل ۲۳
منډې جوړې کړې. د ننګرهار توپ اچونه کې ظاهر شېرزاد ۲ ویکټې په خپل نوم کړې.
د یادې لوبې په سوپر اور کې لومړی خوست
ب لوبډلې د ۲۲ منډو هدف وټاکه چې ننګرهار لوبډلې ورپسې
۱۷ منډې جوړې کړې او دغه لوبه یې وګټله.
د خوست ب لوبډلې توپوهونکی خالد تڼیوال
په ۶۶ ناسوځېدلو منډو د لوبې غوره لوبغاړی شو.
د ننګرهار ب او پکتیکا تر منځ لوبه کې بیا
لومړی ننګرهار ب لوبډلې توپوهنه وکړه او ۲۰
اورونو کې یې د ۱۹۰
منډو هدف وټاکه. د دوی په ګټه عابد محمدي ۷۰
او روح الله ۳۴
منډې ترسره کړې.
د پکتیکا توپ اچونه کې عزیزالله او محمد
عالم ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه.
د ننګرهار ب د ۱۹۰ منډو هدف په ځواب کې پکتیکا لوبډلې په ۲۰ اورونو کې ۱۴۹
منډې جوړې کړې. د پکتیکا لپاره مجید عالم ۶۸
او شېر خان بهادر ۴۵
منډې جوړې کړې. د ننګرهار ب توپ اچوونکو کې افتاب عالم ۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.
د ننګرهار ب لوبډلې توپوهونکی عابد
محمدي د ۷۰ منډو په جوړولو د لوبې غوره لوبغاړی شو.
د یادونې وړ ده، چې د وزیر محمد اکبر
خان لومړۍ درجه ولایتي شل اوریزه سیالیو نیمه پایلوبو ته خوست-ب، ډومیسټیک ایلېون-۲، خوست او کابل الف لوبډلو لار وموندله.
دغه لوبې به د ننګرهارپه کوربتوب ترسره شي