د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي لوبو په روان بهیر کې نن درې لوبې په ننګرهار او کندهار ولایتونو کې ترسره شوې. د یادو لوبو په لومړۍ لوبه کې خوست ب د ۲۳۱ منډو په توپیر د کابل اي، دویمه لوبه کې لغمان لوبډلې په ۱۱۷ منډو د نیمروز او دریمه لوبه کې د ننګرهار الف لوبډلې په ۱۰۵ منډو د نورستان لوبډلې له ماتې سره مخ کړې. د ویلو ده چې ددغه لوبو په دوام به یوازې یوه لوبه په ننګرهار کې ترسره شي.
نن لومړۍ لوبه چې د کندهار په کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، خوست
ب لوبډلې پکې د کابل اي لوبډلې ته ماتې ورکړه. دغه لوبه کې د خوست ب لوبډلې د ۳۳۹
منډو هدف ټاکلی و. د دوی توپوهنه کې اصغر اتل ۱۰۸، بلال احمد ۵۲ او عمران دلپوري
۴۴ منډې جوړې کړې. بلخوا د کابل اي لوبډلې په توپ اچونه کې موسی ملکزي ۳ او
محمدعارف ۲ ویکټې په خپل نوم کړې.
د خوست ب لوبډلې د هدف په ځواب کې کابل اي
لوبډلې د ټولو ویکټو په تاوان سره یوازې ۱۰۷ منډې جوړې کړې او د ۲۳۱ منډو په توپیر
یې ماتې ومنله. د یادې لوبډلې توپوهونکو کې حکمران ریحان ۳۷ او ضیاء ارمان ۳۵ منډې
جوړې کړې. بلخوا د خوست ب لوبډلې په ګټه احسان امان ۴، عزت الله، هاشم خان او حسیب
الله لکڼوال هر یوه ۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل. د خوست ب لوبډلمشر اصغر اتل
د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د کندهار په قریشي لوبغالي کې لغمان لوبډلې د
۱۱۷ منډو په توپیر د نیمروز لوبډلې ته ماتې ورکړه. په یاده لوبه کې لومړی لغمان
لوبډلې د عمران حسن ۱۶۵ او فرید حکیماني ۱۲۴ منډو پر مټ د ۳۴۰ منډو هدف وټاکه.
باید وویل شي چې د نیمروز په توپ اچونه کې فضل احمد او یونس خان ارمان هر یوه ۱
ویکټ ترلاسه کړه.
د لغمان لوبډلې د ټاکلي هدف په تعقیب کې
نیمروز لوبډلې په ټاکلو ۴۵ اورونو کې د ۴ ویکټو په تاوان ۲۲۲ منډې جوړې کړې. د دوی
په توپوهنه کې عین الدین کاکړ ۱۰۲، نورالله نوري ۴۳ او یونس خان ۳۷ منډې جوړې
کړې. د لغمان لوبډلې توپ اچونه کې اصف دلاور ۲ ویکټې ترلاسه کړې. د لغمان لوبډلې
توپوهونکی عمران حسن د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې
بیا د ننګرهار الف لوبډلې د نورستان لوبډلې ته ماتې ورکړه. دغه لوبه کې لومړی د
ننګرهار الف لوبډلې توپوهنه وکړه او د ۲۸۵ منډو هدف یې وټاکه. د یادې لوبډلې په
توپوهونکو کې سلمان مومند ۱۰۶، عثمان یونس ۴۵ او صاحب ۴۲ منډې جوړې کړې. بلخوا د نورستان په ګټه کمال بارکزي ۴ او معراج
الدین ۳ ویکټې په خپل نوم کړې.
د ننګرهار الف لوبډلې د هدف په ځواب کې
نورستان لوبډلې د ټولو ویکټو په تاوان ۱۷۹ منډې جوړې کړې. د دوی په توپوهنه کې
بختیار محمدي ۶۷ او احمد رحیمي ۳۱ منډې جوړې کړې. د ویلو ده چې د ننګرهار الف
لوبډلې توپ اچونه کې عثمان یونس ۳، تحسین او ولي خان ۲-۲ ویکټې ترلاسه کړې. د
ننګرهار الف لوبډلې لوبغاړی عثمان حسن د لوبې غوره لوبغاړی شو.
د یادونې وړ ده چې د وزیر محمد اکبر خان
دویمه درجه ولایتي لوبو په لړ کې سبا یوازې یوه لوبه د ننګرهار په غازي امان الله
خان لوبغالي کې د سرپل او پکتیکا لوبډلو تر منځ ترسره کیږي.