خوست په ۲۷ منډو ډومیسټیک ایلېون ته ماتې ورکړه!

خوست په ۲۷ منډو ډومیسټیک ایلېون ته ماتې ورکړه!

د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ چې نن خوست کې د ډومیسټیک ایلېون او خوست لوبډلو په لوبې پیل شوې، خوست لوبډلې پکې د ۲۷ منډو په توپیر سره د ډومیسټیک ایلېون لوبډلې ته ماتې ورکړه. د افغانستان د کورني کرکټ وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ چې هر کال ترسره کیږي، پر مټ یې د هېواد له بېلابېلو سیمو با استعداده ځوان لوبغاړي او د کورني کرکټ نوموتي او پیاوړي لوبغاړي د کورني کرکټ سترو، لېسټ اې، ملي شل اوریزو او میرویس نیکه درې ورځنیو سیالیو ته لار مومي. د دغه لوبو د الف ګروپ لوبې به هم سبا په ننګرهار کې پیل شي.

4 دقیقې

د خوست او ‌ډومیسټیک ایلېون لوبډلو تر منځ د نن لوبه چې د خوست په رحمت ولي مسرور لوبغالي کې ترسره شوه، په لوبغالي کې لومړی د لندبل له وجې ۴۲ اورونو ته راښکته شوه چې وروسته پکې خوست لوبډلې بریا ترلاسه کړه. د یادې لوبې پچه د ډومیسټیک ایلېون لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
خوست لوبډلې د سهار په سختو شرایطو کې وکولی شوه، چې ښه توپوهنه ترسره کړي او د ۲۵۸ منډو هدف وټاکي. د یادې لوبډلې په توپوهنه کې نصیراحمد ۷۳، عابدالله عابد ۶۷، سیف ننګیال ۳۲ او نوید عبید ۲۷ منډې جوړې کړې. باید وویل شي چې د ډومیسټیک ایلېون لوبډلې په توپ اچونه کې محمدنبي میاخېل ۵ او کامل کاکړ ۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.

د خوست لوبډلې د ټاکلي هدف په ځواب کې ډومیسټیک ایلېون لوبډلې په ټاکلو ۴۲ اورونو کې د ۸ ویکټو په له لاسه ورکولو سره ۲۳۰ منډې جوړې کړې او د ۲۷ منډو په توپیر یې ماتې ومنله. د یادې لوبډلې په توپوهنه کې اسلام ځاځي ۶۶، محمد ریاض ۴۵، عبدالهادي ۴۲ او جاوید احمدزي ۲۲ منډې جوړې کړې. بلخوا د خوست لوبډلې توپ اچونه کې حبیب الله تڼیوال ۳ او یونس ځدراڼ ۲ ویکټې په خپل نوم کړې.

د لوبې په وروستیو کې د خوست لوبډلې الراونډر محمد یونس ځدراڼ د ۲۷ ناسوځېدلو منډو او ۲ ویکټو په ترلاسه کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې وړ ده چې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو په دوام به سبا سهار نهه بجې د خوست رحمت ولي مسرور لوبغالي کې کندهار الف د ننګرهار ب او د ننګرهار په نجیب الله تره کي لوبغالي کې ننګرهار د ډومیسټیک ایلېون-۲ لوبډلو پر وړاندې د لوبو ډګر ته ووځي.

ملاتړ کوونکي او همکاران