خوست او لوګر لوبډلو بریاوي خپلې کړې
کورني
4 دقیقې

خوست او لوګر لوبډلو بریاوي خپلې کړې

د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو په روان بهیر کې نن خوست لوبډلې د ۱۲۷ منډو په توپیر د کندهار الف او لوګر لوبډلې په ۸ منډو توپیر د چېرمېن ایلېون لوبډلو ته ماتې ورکړې. د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو کې ټولې ۱۲ لوبډلې ګډون لري چې له منځه به یې څلور غوره لوبډلې نیمه پایلوبو ته لار ومومي.

4 دقیقې

د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو په روان بهیر کې نن خوست لوبډلې د ۱۲۷ منډو په توپیر د کندهار الف او لوګر لوبډلې په ۸ منډو توپیر د چېرمېن ایلېون لوبډلو ته ماتې ورکړې. د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو کې ټولې ۱۲ لوبډلې ګډون لري چې له منځه به یې څلور غوره لوبډلې نیمه پایلوبو ته لار ومومي.

د لوګر او چېرمېن ایلېون لوبډلو تر منځ لوبه چې د ننګرهار په نجیب الله تره کي لوبغالي کې ترسره شوه، لوګر لوبډلې پکې د ټولو ویکټو په تاوان ۱۸۱ منډې هدف وټاکه. د دوی په توپوهنه کې عزت نور ۸۰ او محمد امین ۳۰ منډې ترسره کړې. بلخوا د چېرمېن ایلېون لوبډلې توپ اچوونکو کې اسدالله متاڼي او محمد علي ۳-۳ او رحیم الله ۲ ویکټې په خپل نوم کړې.

د لوګر لوبډلې د هدف په ځواب کې چېرمېن ایلېون لوبډلې د خپلو ټولو ویکټو په تاوان ۱۷۲ منډې جوړې کړې او د ۸ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله. د چېرمېن ایلېون توپوهونکو کې اعجازاحمد ۳۷، افتاب عالم ۳۴ او فضل عثمان ۳۰ منډې جوړې کړې. د ویلو ده چې د لوګر لوبډلې توپ اچونه کې محمد داود ۵ او محمدالله ۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.

د لوګر لوبډلې توپ اچوونکی محمد داود د ۵ مهمو ویکټو په ترلاسه کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د خوست په رحمت ولي مسرور لوبغالي کې بیا خوست لوبډلې د ۱۲۷ منډو په توپیر د کندهار الف لوبډلې ته ماتې ورکړه. دغه لوبه کې خوست لوبډلې د نصیراحمد ۷۸، سیف ننګیال ۳۸ او نقیب احساس ۳۷ منډو پر مټ د ۲۳۸ منډو هدف وټاکه. بلخوا د کندهار الف په توپ اچونه کې عبدالباقي پوپل او سمیع سرمست هر یوه ۳ ویکټې ترلاسه کړې.

د خوست لوبډلې د هدف په ځواب کې کندهار الف لوبډلې د خپلو ټولو ویکټو په تاوان یوازې ۱۱۰ منډې ترسره کړې او د ۱۲۷ منډو په توپیر یې ماتې ومنله. د دوی په توپوهنه کې نعمان شاه ۲۷ او بلال احمد ۲۶ منډې ترسره کړې. باید وویل شي چې د خوست لوبډلې په ګټه شفیع الله خان ۵، محمد احمدزي ۳ او عبدالله محمدي ۲ ویکټې په خپل نوم کړې.

د لوبې په وروستیو کې د خوست لوبډلې توپ اچوونکی شفیع الله خان په ۵ ویکټو د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د ویلو ده چې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو په دوام به سبا د ننګرهار نجیب الله تره کي لوبغالي کې کابل الف د ننګرهار او د خوست رحمت ولي مسرور لوبغالي کې ډومیسټیک ایلېون د ننګرهار-ب لوبډلو پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شي. 

 

ملاتړ کوونکي او همکاران