خوست او خوست ب لوبډلو پایلوبې ته لار وموندله!
کورني
9 دقیقې

خوست او خوست ب لوبډلو پایلوبې ته لار وموندله!

د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي شل اوریزه سیالۍ چې د روانې فبرورۍ میاشتې پر دریمه نېټه د کندهار او ننګرهار په کوربتوب پیل شوې وې، پایلوبې ته یې نن خوست او خوست ب لوبډلو لار وموندله. دغه لوبو کې ۱۲ پیاوړو لوبډلو ګډون درلود چې له منځه یې خوست لوبډلې د ۳۳ منډو په توپیر ډومیسټیک ایلېون-۲ لوبډلې ته او خوست ب لوبډلې په ۱۱ منډو کابل الف لوبډلې ته ماتې ورکړې.

د ننګرهار غازي امان الله خان لوبغالي کې د خوست او ډومیسټیک ایلېون-۲ لوبډلو تر منځ لوبه کې لومړی خوست لوبډلې توپوهنه وکړه او د ۱۵۳ منډو هدف یې وټاکه. د دوی په ګټه یونس ځدراڼ ۴۰ او عبدالله محمدي ۲۵ منډې جوړې کړې. د ډومیسټیک ایلېون-۲ لوبډلې توپ اچونه کې سید جلال هاشمي ۳، عرب ګل او محمدګل علیزي ۲-۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د خوست لوبډلې د هدف په ځواب کې ډومیسټیک ایلېون-۲ لوبډلې ۱۱۹ منډې جوړې کړې او د ۳۳ منډو په توپیر یې ماتې ومنله. د دوی لپاره عزت فاروقي ۲۸ او ضیاء الدین شریفي ۲۶ منډې جوړې کړې. د خوست توپ اچونه کې عبدالله محمدي ۴، خلیل احمد ۳ او محمد احمدزي ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د خوست لوبډلې توپ اچوونکی عبدالله محمدي په ۴ ویکټو ترلاسه کولو د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د ننګرهار نجیب الله تره کي لوبغالي کې بیا د کابل الف او خوست ب لوبډلو تر منځ دویمه نیمه پایلوبه کې بیا خوست ب لوبډلې بریا خپله کړه. دغه لوبه کې لومړی خوست ب لوبډلې توپوهنه وکړه او په ۲۰ اورونو کې یې د ۱۵۳ منډو هدف وټاکه. د دوی لپاره صابر ګربز ۵۲ او جمشېد خان ۳۳ منډې جوړې کړې. بلخوا د کابل الف توپ اچوونکو کې سید خان ۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.

د خوست ب لوبډلې د هدف ځواب کې کابل الف لوبډلې د ټولو ویکټو په تاوان ۱۴۱ منډې جوړې کړې. د دوی لپاره لوبډلمشر اصف موسی زي ۵۳ او مسلم موسی ۲۰ منډې ترسره کړې. دغه راز د خوست ب په ګټه حسیب الله او هاشم خان ۲-۲ ویکټې په خپل نوم کړې.

د خوست ب لوبډلې توپوهونکی صابر ګربز په ۵۲ منډو د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د یادونې وړ ده چې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي شل اوریزه سیالیو پایلوبه به سبا غرمه ۱۱:۰۰ بجې د ننګرهار په نجیب الله تره کي لوبغالي کې د خوست او خوست ب لوبډلو تر منځ ترسره شي.

ملاتړ کوونکي او همکاران