کندز الف، کابل الف، کونړ، فراه، تخار او ننګرهار لوبډلو خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې
کورني
8 دقیقې

کندز الف، کابل الف، کونړ، فراه، تخار او ننګرهار لوبډلو خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې

د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي سیالۍ چې په کندهار، ننګرهار، خوست او کونړ ولایتونو کې د ۴۰ لوبډلو تر منځ روانې دي، نن یې په لړ کې ننګرهار د بلخ، کابل الف د میدان وردک، کندز الف د کابل، کونړ د کابل ج، فراه د اروزګان او تخار د کاپیسا لوبډلو ته ماتې ورکړې. باید وویل شي چې د یادو سیالیو په لړ کې به سبا هم دوه لوبې په کونړ او ننګرهار کې ترسره شي.

8 دقیقې

د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي سیالۍ چې په کندهار، ننګرهار، خوست او کونړ ولایتونو کې د ۴۰ لوبډلو تر منځ روانې دي، نن یې په لړ کې ننګرهار د بلخ، کابل الف د میدان وردک، کندز الف د کابل، کونړ د کابل ج، فراه د اروزګان او تخار د کاپیسا لوبډلو ته ماتې ورکړې. باید وویل شي چې د یادو سیالیو په لړ کې به سبا هم دوه لوبې په کونړ او ننګرهار کې ترسره شي.

کندهار کې د فراه لوبډلې  اروزګان لوبډلې ته ماتې ورکړه. دغه سیالۍ ک فراه لوبډلې د جلال احمد د ۱۰۸، محمد قسیم ۶۹ او هارون شاه ۴۰ منډو پر مټ د ۲۴۶ منډو هدف وټاکه. د اروزګان توپ اچونه کې عزت الله هلال ۳ او روح الله ۲ ویکټې په خپل نوم کړې.

د فراه لوبډلې د ټاکلي هدف په ځواب کې اروزګان لوبډلې ۱۱۴ منډې ترسره کړې او د ۱۳۱ منډو په توپیر یې ماتې ومنله. د دوی توپوهونکو کې فدا محمد تر نورو زیاتې ۲۲ منډې جوړې کړې. بلخوا د فراه په ګټه نجیب الله فراهي ۶ او عزت الله نورزي ۳ ویکټې ترلاسه کړې. د فراه توپ اچوونکی نجیب الله فراهي د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د خوست مس عینک لوبغالي کې کندز الف لوبډلې د ۳۹ منډو په توپیر د کابل لوبډلې ته ماتې ورکړه. یاده سیالۍ کې کندز الف لوبډلې د لعل محمد ۶۸، مسعود ساپي ۵۵ او ضیاء الدین ۳۶ منډو پر مټ د ۲۳۵ منډو هدف وټاکه. کابل توپ اچوونکو کې فرهاد علي ۳، رحمت اتل او ابراهیم شینواري ۲-۲ ویکټې په خپل نوم کړې.

د کندز الف لوبډلې د ټاکلي هدف ځواب کې کابل لوبډلې ۱۹۵ منډې جوړې کړې. د دوی توپوهنه کې امیر ځاځي ۶۹، اسدالله ۴۰ او نقیب الله ۳۶ منډې جوړې کړې. بلخوا د کندز الف په ګټه صابر بهرامي ۳، خان محمد او جاوید احمدزي ۲-۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل. د کندز الف لوبډلې لوبغاړی صابر بهرامي د لوبې غوره لوبغاړی شو.

کونړ کې بیا کونړ لوبډلې د کابل ج لوبډله له ماتې سره مخ کړه. دغه لوبه کې کونړ لوبډلې د ټولو لوبغاړو په تاوان ۲۵۱ منډې هدف ټاکلی و. د دوی توپوهنه کې ارشاد ساپي ۱۱۱ او روح الله ساپي ۵۷ منډې جوړې کړې. بلخوا د کابل ج لوبډلې توپ اچونه کې فرید او فیض محمد ۳-۳ او سید خان ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د کونړ د هدف په تعقیب کې کابل ج لوبډلې ۱۵۲ منډو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړه. د دوی توپوهنه کې عزت الله تر نورو زیاتې ۳۰ منډې جوړې کړې. باید وویل شي چې د کونړ توپ اچوونکو کې اسرار شفق ۴ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل. د کونړ لوبډلمشر ارشاد ساپی د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د کندهار قریشي لوبغالي کې د کابل الف لوبډلې په ۶ ویکټو د میدان وردک لوبډلې ته ماتې ورکړه او د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي لوبو ته یې لار وموندله. دغه سیالۍ کې د میدان وردک لوبډلې لومړی د نصیر هاشمي د ۶۰، حنیف ۳۴ او سبحان الله ۳۱ منډو پر مټ د ۲۲۸ منډو هدف وټاکه. د کابل الف لوبډلې په ګټه مسلم موسی ۳، سید خان او جلال ۲-۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د میدان وردک لوبډلې ټاکلی هدف کابل الف لوبډلې د لوبې په ۳۶م اور کې ترلاسه کړی. د دوی توپوهنه کې قدرت الله ۷۷ او فضل عثماني ۷۰ منډې جوړې کړې. د میدان وردک لوبډلې توپ اچوونکو کې حمید هوتک او هارون افغان ۲-۲ ویکټې په خپل نوم کړې. د کابل الف لوبډلې الراونډر مسلم موسی د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د خوست رحمت ولي مسرور لوبغالي کې تخار د کاپیسا لوبډلې ته ماتې ورکړه. یاده سیالۍ  کې کاپیسا د ستوري ساحل ۸۲، اسلام ځاځي ۶۴، صابر ۳۶ او زیارمل ۳۵ منډو پر مټ د ۲۳۹ منډو هدف وټاکه. د تخار توپ اچونه کې نور علي نیازي ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د کاپیسا لوبډلې هدف تخار لوبډلې د ۶ ویکټو په تاوان ترلاسه کړی. د دوی توپوهونکو کې ګل محمد ۷۴ ناسوځېدلي، سلیم زرمتي ۶۴ او وصال اوریاخېل ۴۶ منډې جوړې کړې. د کاپیسا په ګټه زاهد افغان ۳ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل. د تخار لوبډلې توپوهونکی ګل محمد د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

ننګرهار کې بیا د ننګرهار لوبډلې د ۲۷ منډو په توپیر د بلخ لوبډلې ته ماتې ورکړه. دغه لوبه کې ننګرهار لوبډلې د خالد ستانکزي ۴۰، اقدام الحق ۳۵ او یاسین ۳۴ منډو پر مټ د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه. د بلخ لوبډلې په ګټه اسدالله متاڼي او انور نوري هر یوه ۳ او اسدالله ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د ننګرهار لوبډلې د هدف په ځواب کې بلخ لوبډلې ۱۹۵ منډې جوړې کړې او د ۲۷ منډو په توپیر یې ماتې ومنله. د دوی توپوهنه کې اسدالله متاڼي ۱۱۷ او انور نوري ۳۰ منډې جوړې کړې. د ننګرهار په ګټه ابراهیم ۴ او زین الله ۳ وکیتې ترلاسه کړې.

د یادونې وړ ده چې د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي لوبو په لړ کې به سبا کونړ کې بدخشان د ننګرهار ب او د ننګرهار غازي امان الله خان لوبغالي کې به کابل ب د سمنګان پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شي. 

ملاتړ کوونکي او همکاران