لغمان، خوست ب او پکتیکا لوبډلو بریاوي خپلې کړې!
کورني
5 دقیقې

لغمان، خوست ب او پکتیکا لوبډلو بریاوي خپلې کړې!

د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي سیالۍ چې د ۴۰ بېلابېلو لوبډلو تر منځ پیل شوي وې، نن يې په روان بهیر کې درې لوبې ترسره شوې. په لومړۍ لوبه کې چې د ننګرهار غازي امان الله خان لوبغالي کې ترسره شوه، پکتیکا د نورستان، دویمه لوبه چې کندهار کرکټ لوبغالي کې وشوه، لغمان د هرات او دریمه لوبه چې د کندهار په قریشي لوبغالي کې ترسره شوه، خوست ب پکې د نیمروز لوبډلې ته ماتې ورکړې. د دغه سیالیو په دوام به سبا هم درې لوبې ترسره شي.

5 دقیقې

د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي سیالۍ چې د ۴۰ بېلابېلو لوبډلو تر منځ پیل شوي وې، نن يې په روان بهیر کې درې لوبې ترسره شوې. په لومړۍ لوبه کې چې د ننګرهار غازي امان الله خان لوبغالي کې ترسره شوه، پکتیکا د نورستان، دویمه لوبه چې کندهار کرکټ لوبغالي کې وشوه، لغمان د هرات او دریمه لوبه چې د کندهار په قریشي لوبغالي کې ترسره شوه، خوست ب پکې د نیمروز لوبډلې ته ماتې ورکړې. د دغه سیالیو په دوام به سبا هم درې لوبې ترسره شي.

نن لومړۍ لوبه چې د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې ترسره شوه، پکتیکا لوبډلې پکې د ۸ ویکټو په توپیر د نورستان لوبډلې ته ماتې ورکړه. یاده لوبه کې نورستان لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او د ټولو ویکټو په تاوان یې ۱۲۷ منډې جوړې کړې. د یادې لوبډلې په ګټه کمال خان بارکزي ۲۰ او نورالله ۱۷ منډې جوړې کړې. بلوا د پکتیکا په توپ اچونه کې محمد عالم ۳، سمیع الله، زبیح الله او عنایت الله ۲-۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د نورستان د لوبډلې هدف پکتیکا لوبډلې یوازې د ۲ ویکټو په تاوان د لوبې په ۲۴م اور کې ترلاسه کړی. د دوی په توپوهونکو کې حفیظ ځدراڼ ۵۲ ناسوځېدلي، اکبر افغان ۲۶ او عطامحمد زرمل ۲۵ منډې جوړې کړې. د نورستان لوبډلې په توپ اچونه کې کمال خان بارکزي او حلیم نورستاني هر یوه ۱ ویکټ ترلاسه کړه. د پکتیکا لوبډلمشر محمد عالم خان د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د کندهار په قریشي لوبغالي کې بیا د خوست ب لوبډلې په ۱۵۴ منډو لوی توپیر د نیمروز لوبډلې ته ماتې ورکړه. یاده لوبه کې خوست ب لوبډلې د اصغر اتل ۱۱۵، جمشېد ځدراڼ ۸۵ او محمدالله ۲۸ منډو پر مټ د ۲۶۳ منډو هدف وټاکه. بلخوا د نیمروز په توپ اچونه کې شفیع الله ۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.
د خوست ب لوبدلې د هدف په ځواب کې نیمروز لوبډلې ۱۰۸ منډې جوړې کړې. د نیمروز په توپوهنه کې محمود مخلص ۴۵ او ادریس احمد ۲۵ منډې جوړې کړې. د خوست ب لوبډلې په توپ اچوونکو کې هاشم خان ۴، عزت الله ۳ او حسیب الله لکڼوال ۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل. د خوست ب لوبډلمشر اصغر اتل د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

کندهار کرکټ لوبغالي کې بیا لغمان لوبډلې د هرات لوبډلې ته ماتې ورکړه. یاده لوبه کې لومړی د لغمان لوبډلې د نویدالله ۶۸، مجبور خروټي ۴۱ او شوکت افغان ۳۷ منډو پر مټ د ۲۳۸ منډو هدف وټاکه. د هرات لوبډلې په توپ اچوونکو کې محمد علي ۳، رحمت الله او سیداحمد قریشي ۲-۲ ویکټې په خپل نوم کړې.

د لغمان د ۲۳۸ منډو هدف په تعقیب کې هرات  لوبډلې د خپلو ټولو ویکټو په تاوان سره یوازې ۱۷۹ منډې جوړې کړې او د ۵۸ منډو په توپیر یې ماتې ومنله. د یادې لوبډلې په ګټه قدرت الله ۵۱، کریم خان ۴۱ او محمد علي ۳۳ منډې جوړې کړې. د لغمان لوبډلې په توپ اچونه کې مجبور خروټي ۵ او ګلزار لغماني ۳ ویکټې ترلاسه کړې. د لغمان لوبډلې لوبغاړی مجبور خروټی د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې وړ ده چې د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي لوبو په لړ کې به سبا سهار د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې سرپل د کندز، د کندهار کرکټ لوبغالي کې کابل اي د لغمان او د کندهار قریشي لوبغالي کې به هرات د نیمروز لوبډلو پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شي. 

ملاتړ کوونکي او همکاران