پکتیکا په ۱۰۶ منډو سرپل ته ماتې ورکړه!
کورني
3 دقیقې

پکتیکا په ۱۰۶ منډو سرپل ته ماتې ورکړه!

د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي سیالیو په لړ کې نن یوازې یوه لوبه د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې ترسره شوه، چې پکې پکتیکا لوبډلې د سرپل لوبډلې په ماتولو د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ته لار وموندله. باید وویل شي چې سبا به د یادو لوبو په دوام دوه لوبې په کندهار کې ترسره شي.

د سرپل او پکتیکا لوبډلو تر منځ د نن لوبه کې لومړی پکتیکا لوبډلې توپوهنه ترسره کړه او د ټولو ویکټو په تاوان یې ۲۷۰ منډې جوړې کړې. د پکتیکا په توپوهنه کې کرامت الله ۸۱، عنایت الله ۳۹ او عطامحمد زرمل ۳۶ منډې جوړې کړې. باید وویل شي چې د سرپل په ګټه محمدالله ۳، صلاح الدین، عمران او محیب الله هر یوه ۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.

د پکتیکا لوبډلې د ټاکلي هدف په ځواب کې سرپل لوبډلې یوازې ۱۶۳ منډې جوړې کړې او د ۱۰۶ منډو په توپیر یې ماتې ومنله. د سرپل په توپوهونکو کې حمید خان ۴۰ او عبدالرحیم ۲۵ منډې جوړې کړې. بلخوا د پکتیکا لوبډلې په توپ اچونه کې عزیزالله ۳، عنایت الله، محمد عالم او صدام خان ۲-۲ ویکټې ترلاسه کړې. د پکتیکا لوبډلې لوبغاړی عنایت الله د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې وړ ده چې د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي سیالیو په لړ کې به سبا سهار د کندهار کرکټ لوبغالي کې هرات د کابل اي او د کندهار په قریشي لوبغالي کې لغمان د خوست ب لوبډلو پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شي. 

ملاتړ کوونکي او همکاران