د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي لوبو په لړ کې نن هم درې لوبې ترسره شوې. په دغه لوبو کې چې کندهار او ننګرهار ولایتونو کې وشوې، هرات پکې د ۸ ویکټو په توپیر د نیمروز، لغمان د ۷ ویکټو په توپیر د کابل اي او کندز د ۵۶ منډو په توپیر د سرپل لوبډلې له ماتې سره مخ کړې.
د نن لومړۍ لوبه چې د کندهار په قریشي
لوبغالي کې ترسره شوه، هرات پکې د ۸ ویکټو په توپیر د نیمروز لوبډلې ته ماتې
ورکړه. دغه لوبه کې نیمروز لوبډلې د عین الدین کاکړ د ۷۹ او یونس خان ارمان د ۴۳
منډو پر مټ د ۱۸۶ منډو هدف وټاکه. بلخوا د هرات په ګټه بخت محمد او محمد علي هر
یوه ۳ او سیداحمد قریشي ۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.
د نیمروز لوبډلې ټاکلی هدف هرات لوبډلې د
لوبې په ۳۱ اورونو کې د ۲ ویکټو په تاوان ترلاسه کړی. د دوی په توپوهنه کې کریم
خان ۶۴، قدرت الله ۵۸ او سیدولي رسولي ۵۲ منډې جوړې کړې. د ویلو ده چې د نیمروز
لوبډلې په توپ اچونه کې شفیع الله او یونس خان ارمان ۱-۱ ویکټ په خپل نوم کړه. د
هرات لوبډلې چټک توپ اچوونکی بخت محمد د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د کندهار کرکټ لوبغالي کې بیا د لغمان لوبډلې د کابل اي لوبډلې ته
ماتې ورکړه. دغه لوبه کې لومړی کابل اي لوبډلې توپوهنه وکړه او د ۱۶۱ منډو هدف یې
وټاکه. د کابل اي په توپوهنه کې وحیدالله ۳۱ او محمد عارف ۲۰ منډې جوړې کړې. باید
وویل شي چې د لغمان لوبډلې توپ اچونه کې برکت الله، هیبت الله، ګلزار لغماني او
اصف دلاور هر یوه ۲ ویکټې ترلاسه کړې.
د کابل اي لوبډلې هدف لغمان لوبډلې د لوبې په
۳۷م اور کې د ۳ ویکټو په تاوان ترلاسه کړی. د دوی په توپوهونکو کې حنظله نیازي
۸۰ او فرید حکیماني ۳۹ منډې جوړې کړې. د کابل اي لوبډلې په توپ اچونه کې وحیدالله
حمیدي، مسیح الله او محمد عارف ۱-۱ ویکټ په خپل نوم کړه. د لغمان لوبډلې توپوهونکی
حنظله خان د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې
د کندز لوبډلې د ۵۶ منډو په توپیر د سرپل لوبډلې ته ماتې ورکړه. یاده لوبه کې
لومړی کندز لوبډلې د جواد خان د ۸۰، نعمت خان ۳۱ او ګل نور مغل ۳۰ منډو پر مټ د
۲۶۷ منډو هدف وټاکه. د سرپل په ګټه بیا متین خان ۳، صلاح الدین، محب الله او عمران
هر یوه ۲ ویکټې ترلاسه کړې.
د کندز لوبډلې د هدف ځواب کې سرپل د ټولو
ویکټو په تاوان ۲۱۰ منډې جوړې کړې. د سرپل توپوهنه کې ابراهیم ابراهیمخېل ۸۴ او
حمید خان ۳۴ منډې ترسره کړې. باید وویل شي چې د کندز لوبډلې په توپ اچونه کې عمران
خان ۷ او نصیب الله ۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل. د کندز لوبډلې توپ اچوونکی
عمران خان د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د یادونې وړ ده چې د وزیر محمد اکبر خان
دویمه درجه ولایتي لوبو په لړ کې به سبا سهار د ننګرهار په غازي امان الله خان
لوبغالي کې ننګرهار الف د نورستان، د کندهار کرکټ لوبغالي کې خوست ب د کابل اي او
د کندهار قریشي لوبغالي کې لغمان د نیمروز لوبډلو
پر وړاندې د لوبو ډګر ته ووځي.