د لېست اې سیالیو په لړ کې نن مس عینک او بست لوبډلو بریاوې خپلې کړې
کورني
6 دقیقې

د لېست اې سیالیو په لړ کې نن مس عینک او بست لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د اي انډ لېست اې یو ورځنیو سوپرکولا سیالیو په لړ کې نن ۱۰مه او ۱۱مه لوبې ترسره شوې چې په لړ کې یې مس عینک او بست لوبډلو بریاوې خپلې کړې. باید وویل شي چې د ننګرهار په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې مس عینک د سپین غر، په داسې حال کې چې د یاد ولایت په نجیب الله تره کي کرکټ لوبغالي کې بست د بند امیر لوبډلې پر وړاندې لوبې ترسره کړې.

6 دقیقې

 د اي انډ لېست اې یو ورځنیو سوپرکولا سیالیو په لړ کې نن ۱۰مه او ۱۱مه لوبې ترسره شوې چې په لړ کې یې مس عینک او بست لوبډلو بریاوې خپلې کړې. باید وویل شي چې د ننګرهار په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې مس عینک د سپین غر، په داسې حال کې چې د یاد ولایت په نجیب الله تره کي کرکټ لوبغالي کې بست د بند امیر لوبډلې پر وړاندې لوبې ترسره کړې.

د غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې د لوبې پچه سپین غر لوبډلې وګټله او لومړی یې د سیالې مس عینک لوبډلې پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه. سپین غر لوبډلې د ټولو لوبغاړو په زیان سره په ۴۸،۴ اورونو کې له سیالې لوبډلې ۲۵۲ منډې ترلاسه کړې او د ۲۵۳ منډو هدف یې ورته وټاکه.

 د سپین غر لوبغاړو له ډلې لوبډلمشر درویش رسولي ۸۳ منډې، جلات خان موسی زي ۵۶ او اکبر موسی زي ۳۸ منډې وکړې، په داسې حال کې چې د مس عینک لپاره په توپ اچونه کې محمد ګل علیزي ۶ ویکټې، عبدالله تره خېل ۳ او نسیم معروف خېل یوه ویکټ ترلاسه کړه.

بلخوا د مس عینک لوبډلې د سیالې لوبډلې هدف په ۴۳،۴ اورونو کې د ۶ ویکټو په زیان ترلاسه کړ او د نن ورځې بریا یې په خپل نوم کړه. د یادې لوبډلې لپاره خالد تڼیوال ۱۰۳ منډې، لوبډلمشر شاهدالله کمال ۴۰ منډې او ایمل شاهین ۳۷ ناسوځېدلې منډې وکړې. د سپین غر د توپ اچوونکو له ډلې ظاهر خان پکتین ۲ او وفي الله تره خيل او یمین احمدزي یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د یادونې وړ ده چې د نن ورځې د غوره لوبغاړي جایزه د مس عینک لوبډلې محمدګل علیزي ته د ۶ ویکټو په ترلاسه کولو او د لوبې د بدلوونکي لوبغاړي جایزه خالد تڼیوال ته چې ۱۳۰ منډې یې ترلاسه کړې وې؛ ورکړل شوې.

د یادونې وړ ده چې د نن ورځې دویمه لوبه د ننګرهار پر نجیب الله تره کي کرکټ لوبغالي ترسره شوه چې پکې بست لوبډلې د دوو ویکټو په توپیر سره سیالې بند امیر لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د یادې لوبې پچه بند امیر لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. د یادې لوبډلې لوبغاړو د ۶ ویکټو په زیان سره سیالې لوبډلې ته د ۳۳۵ منډو هدف وټاکه چې له ډلې یې د توپوهنې په ډګر کې فرمان الله ساپي ۹۲ ناسوځېدلې، محمداکرم ۵۱، جاوید احمدزي ۴۴ او مجیدعالم ۴۳ منډې ترلاسه کړې.

هېره دې نه وي چې د توپ اچونې په ډګر کې بست لوبډلې ته محمدالله لوګري ۲ ویکټې، نجات مسعود، خلیل ګربز، کریم جنت او عبدالله احمدزي یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

خو سیالې بست لوبډلې دغه ستر هدف په ۴۹،۱ اورونو کې پوره کړ او د نن ورځې ستره بریا یې په خپل نوم کړه. د بست لپاره په توپوهنه کې نجیب الله ځدراڼ ۱۵۹ ډېرې منډې او کریم جنت ۶۴ منډې وکړې چې په پای کې یې خپله لوبډله تر بریا ورسوله.

د بند امیر لپاره په توپ اچونه کې سمیع الله ۴ ویکټې، فرمان الله ساپي ۲ او قمر شمس یوه ویکټ ترلاسه کړه، خو سیاله بست لوبډله یې د بریا له ډګره راونه ګرځوله.

د دغې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه نجیب الله ځدراڼ او د لوبې د بدلوونکي لوبغاړي جایزه کریم جنت ته د ډېرو منډو د ترلاسه کولو په بدل کې ورکړل شوه.

په پای کې باید وویل شي چې سبا به پر غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي د یادو سیالیو ۱۲مه لوبه دسپين غر او بست لوبډلو ترمنځ په داسې حال کې چې په نجیب الله تره کي کرکټ لوبغالي کې ۱۳مه لوبه د مس عینک او امو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

ملاتړ کوونکي او همکاران