ذ مس عینک زون لوبډلې د زونونو په کچه د اي انډ جام لېسټ اې – یو ورځنیو سوپرکولا سیالیو په اوومه لوبه کې د یوې هر اړخیزې لوبې په پایله کې د امو زون لوبدلې ته ماتې ورکړه او په روانو سیالیو کې یې خپله لومړۍ بریا خپله کړه.
د دغې لوبې پچه د امو زون لوبډلې وګټله او
لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. د مس عینک زون لوبډلې د دغې لوبې په لومړۍ پاڼۍ
کې غوره توپوهنه وکړه او د خپلو ۸ لوبغاړو په زیان سره یې ۲۹۷ منډې جوړې کړې چې پرمټ یې سیالې لوبډلې ته
د ۲۹۸ منډو هدف وټاکه.
د دغې لوبډلې په ګټه خالد تڼیوال ۱۰۰، شاهدالله کمال ۵۶، رحمن الله ګربز ۴۱، اصغر اتل ۳۹ او عبدالله تره خېل (۳۳*) منډې جوړې کړې. د امو
زون په ګټه لوبډلمشر ګلبدین نایب ۳، عبدالمالک او اظهارالحق ۲-۲ او محمد نبي میاخیل یوه ویکټ ترلاسه کړه.
امو زون لوبډلې د دغه هدف په ځواب کې ښه پیل
وکړ خو په منځ منځ کې یې خپل مهم لوبغاړي له لاسه ورکړل او د دویمې پاڼۍ په پای کې
یې د خپلو ۹ لوبغاړو په زیان سره ۲۶۲ منډې جوړې کړې او د ۳۵ منډو په
توپیر له ماتې سره مخ شوه. د دغې لوبډلې په ګټه لوبډلمشر ګلبدین نایب ښه وځلېده او
۷۰ منډې یې جوړې کړې. د نوموړي ترڅنګ کرامت الله ۳۸، عمران میر ۳۲ او عبدالمالک ۲۶
منډې جوړې کړې. له بلې خوا د مس عینک زون په ګټه شاهدالله کمال او محمد ګل علیزي
۲-۲، عبدالله تره خېل او محمد یونس ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه. خالد تڼیوال د لوبې غوره
لوبغاړی ونومول شو.
د دغو سیالیو په دوام به سبا د سپین غر زون
لوبډله د دغو سیالیو په اتمه لوبه کې د بست زون لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته
ښکته شي.