سرپل لوبدلې د ننګرهار الف لوبډلې د ۳۶۰ منډو
لوی هدف په ځواب کې یوازې ۲۹،۳ اورونه ولوبول او د ټولو ویکټو په تاوان یې ۱۳۲
منډې جوړې کړې. د یادې لوبډلې په ګټه محب الله سالارزي ۴۴ او صلاح الدین ۲۷ منډې
ترسره کړې. باید وویل شي چې د ننګرهار الف لوبډلې په توپ اچونه کې حیات نوري ۵ او
بابرزي شېرزاد ۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.
د ننګرهار الف لوبډلې پیلیز توپوهونکی فرمان
الله د ۱۲۷ منډو په جوړولو سره د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه په خپل نوم کړه.
د یادونې وړ ده، چې د وزیر محمد اکبر خان
دویمه درجه ولایتي لوبو په لړ کې به سبا د کندهار کرکټ لوبغالي کې کندهار الف د
غزني، د کندهار قریشي لوبغالي کې کابل ډي د پکتیا، د ننګرهار غازي امان الله خان
لوبغالي کې کندز د پکتیکا، د خوست په رحمت ولي مسرور لوبغالي کې بغلان د فاریاب او
د خوست مس عینک لوبغالي کې لوګر د خوست الف لوبډلو پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته
شي.