ننګرهار او ننګرهار-ب لوبډلو د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه سیالیو پایلوبې ته لار وموندله!
کورني
5 دقیقې

ننګرهار او ننګرهار-ب لوبډلو د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه سیالیو پایلوبې ته لار وموندله!

د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ چې د خوست او ننګرهار ولایتونو په کوربتوب د ۱۲ پیاوړو لوبډلو تر منځ پیل شوي وې، نن یې نیمه پایلوبې ترسره شوې. د یادو لوبو په لومړۍ نیمه پایلوبه کې د ننګرهار-ب لوبډلې د ډومیسټيک ایلېون-۲ لوبډلې ته د ۹ ویکټو په توپیر او دویمه نیمه پایلوبه کې ننګرهار لوبډلې د ډومیسټيک ایلېون لوبډلې ته د ۲۶ منډو په توپیر ماتې ورکړې.

د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو پایلوبه به سبا سهار د ننګرهار په نجیب الله تره کي لوبغالي کې د ننګرهار او ننګرهار-ب لوبډلو تر منځ ترسره شي.

لومړۍ نیمه پایلوبه چې د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې ترسره شوه، ننګرهار-ب لوبډلې پکې د ډومیسټیک ایلېون-۲ لوبډلې ته ماتې ورکړه. دغه لوبه کې ډومیسټیک ایلېون لوبډلې لومړی توپوهنه ترسره کړه او د ۱۱۲ منډو هدف یې وټاکه. د دوی په ګټه ضیاء الدین شریفي ۳۰، ظفر الوزي او علي احمد ناصر هر یوه ۲۰ منډې جوړې کړې. د ننګرهار-ب لوبډلې توپ اچونه کې اکرام مومند ۳، فهیم قاسمي، نصیر خان او اسرار شفق ۲-۲ ویکټې په خپل نوم کړې.

د ډومیسټیک ایلېون-۲ لوبډلې هدف ننګرهار-ب لوبډلې د لوبې په ۱۶م اور کې د یوې ویکټې په تاوان ترلاسه کړی. د دوی په توپوهونکو کې عنایت الله عرب ۵۳ ناسوځېدلي او جلات موسی زي ۴۰ منډې جوړې کړې. بلخوا د ډومیسټیک ایلېون-۲ توپ اچونه کې جاوید سیدي ۱ ویکټ ترلاسه کړه.

د ننګرهار-ب لوبډلې توپوهونکی عنایت الله عرب په ۵۳ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو دویمه نیمه پایلوبه چې د ننګرهار په نجیب الله تره کي لوبغالي کې ترسره شوه، ننګرهار لوبډلې پکې ډومیسټیک ایلېون لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دغه لوبه کې لومړی ننګرهار لوبډلې توپوهنه وکړه او د ۱۸۷ منډو هدف یې وټاکه. د دوی په توپوهونکو کې محمد شهزاد ۹۱ ناسوځېدلي او عثمان نوري ۷۶ منډې ترسره کړې. د ویلو ده چې د ډومیسټیک ایلېون توپ اچونه کې صابر بهرامي ۱ ویکټ په خپل نوم کړه.

د ننګرهار لوبډلې د هدف ځواب کې ډومیسټیک ایلېون لوبډلې د پوره ۲۰ اورونو په لوبولو سره ۱۶۰ منډې جوړې کړې. د یادې لوبډلې په ګټه جاوید احمدزي ۴۵، نجیب الله الکوزي ۳۹ او اسلام ځاځي ۲۷ منډې ترسره کړې. د ننګرهار لوبډلې توپ اچوونکو کې ظاهر شېرزاد ۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.

د لوبې په وروستیو کې د ننګرهار لوبډلې پیلیز توپوهونکی محمد شهزاد د ۹۱ ناسوځېدلو منډو په جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د یادونې وړ ده، چې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو پایلوبه به سبا سهار د ننګرهار په نجیب الله تره کي لوبغالي کې د ننګرهار او ننګرهار-ب لوبډلو تر منځ ترسره شي.

ملاتړ کوونکي او همکاران