ننګرهار د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه لوبو اتلولي په خپل نوم کړه!
کورني
5 دقیقې

ننګرهار د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه لوبو اتلولي په خپل نوم کړه!

د افغانستان د کورني کرکټ سیالیو په دوام د وزیر محمد اکبر لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ نن د ننګرهار لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې. د یادو سیالیو په پایلوبه کې ننګرهار لوبډلې د ۱۲۴ منډو په لوی توپیر سره د ننګرهار-ب لوبډلې ته ماتې ورکړه. د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولايتي سیالۍ چې د روانې جنورۍ میاشتې پر پنځمه د خوست او ننګرهار ولایتونو کې پیل شوې، ۱۲ پیاوړو لوبډلو پکې د لوبېدو ویاړ درلود.

د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ چې هر کال ترسره کیږي، له مخې یې غوره او ځلېدلي لوبغاړي د کورني کرکټ سترو میرویس نیکه درې ورځنیو او لېسټ اې سیالیو ته غوره کیږي.

د افغانستان کرکټ بورډ چې د کورني کرکټ استعدادونو روزلو او برسېره کولو ته ژمن دی، د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ته یې هم یو شمېر وړ او با استعداده لوبغاړي د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي سیالیو څخه یادو لوبو ته غوره کړه، چې د ملي لوبډلې او د کورني کرکټ له یو شمېر پیاوړو لوبغاړو سره څنګ پر څنګ ولوبېدل.

د ننګرهار او ننګرهار-ب لوبډلو تر منځ د نن پایلوبه کې لومړی د ننګرهار لوبډلې توپوهنه ترسره کړه او په ټاکلو ۴۵ اورونو کې یې د ۲۶۹ منډو هدف وټاکه. د ننګرهار په توپوهنه کې اکبر موسی زي ۶۹، ارشاد الدین ساپي ۶۵، عثمان نوري ۶۲ او محمد شهزاد ۴۰ منډې جوړې کړې. بلخوا د ننګرهار-ب لوبډلې په ګته نصیر خان ۳ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.

د ننګرهار لوبډلې د ۲۶۹ منډو هدف په ځواب کې ننګرهار-ب لوبډلې د خپلو ټولو ویکټو په تاوان ۳۴م اور کې یوازې ۱۴۴ منډې جوړې کړې او د ۱۲۴ منډو په توپیر یې ماتې ومنله. د دوی توپوهنه کې عابد محمدي ۳۱ او روح الله ساپي ۲۹ منډې جوړې کړې. دغه راز د ننګرهار لوبډلې په توپ اچوونکو کې ابراهیم خروټي او عثمان یونس هر یوه ۳ او ظاهر شېرزاد ۲ ویکټې په خپل نوم کړې.
د پایلوبې په مراسمو کې اکبر موسی زي په ۶۹ منډو د لوبې د غوره لوبغاړي، د پکتیکا لوبډلې توپوهونکي کرامت الله په ۳۹۳ منډو د سیالیو د غوره توپوهونکي، د لوګر لوبډلې توپ اچوونکي محمد الله لوګري په ۱۲ ویکټو د مخکښ توپ اچوونکي، د ننګرهار-ب لوبډلمشر نصیر خان په ۱۳ ویکټو او ۴۵ منډو د سیالیو د ټولچاري او د ننګرهار لوبډلې لوبغاړي عثمان یونس په ۶۴ منډو او ۱۳ ویکټو د سیالیو د ځوان لوبغاړي جایزې ترلاسه کړې.

د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو کې سږ کال هم ۱۲ لوبډلو په دوه بېلابېلو ګروپونو کې لوبې ترسره کړې، چې هرې لوبډلې پکې پنځه او هر لوبغاړي پکې حداقل درې لوبې ترسره کړې خو هغه لوبغاړو چې په دوامداره توګه یې ښه کارګردګي درلوده، د خپلې لوبډلې لپاره تر دریو زیاتي او حتی ټولې لوبې ترسره کړې.

د یادونې وړ ده، چې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو شل اوریزه بڼه لوبې چې موخه یې ملي شل اوریزه سیالیو ته د غوره لوبغاړو موندل دي، څو ورځي وروسته د همدې لوبډلو او لوبغاړو له لوري ترسره شي.

ملاتړ کوونکي او همکاران