د اي انډ وړاندې کوونکې احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سوپرکولا سیالیو اوومه لوبه چې د ننګرهار په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې د ماهیپر ستورو او پامیر لیجنډز لوبډلې ترمنځ ترسره شوه او همدارنګه اتمه لوبه چې د خوست په رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې د هندوکش سټرایکرز او میوند اتلانو ترمنځ ترسره شوه بې پایلو پای ته ورسېدې.
د
اوومې لوبه پچه پامیر لیجنډز وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړې وکړه. چې په دې
سره لومړۍ توپوهنه ماهیپر ستورو ترسره کړه او ټوله لوبډله یې په ۱۲۶ منډو له لاسه ورکړه چې
دوی ته توپوهنه کې ډېرې منډې یوسف شاه ۳۴ او عثمان سادات ۲۷ منډې ترسره کړې.
بل
لوري ته پامیر لیجنډز ته توپ اچونه کې فرید ملک ۶، سلام خان او او نسیم
منګل یوه وېکټ ترلاسه کړه.
پامیر
لیجنډز د ماهیپر ستورو ۱۲۶ منډو پسې غوره توپوهنه
ترسره کړه او د محمد شهزاد د ۱۲۶، بلال احمد ۱۳۰ ناسوځېدلو، او محمد یونس
۸۱ منډو پر مټ د ۸ وېکټو په زیان سره ۴۵۱ منډې جوړې کړې او د ۳۲۵ منډو مخکې والی یې
ترلاسه کړ. په داسې حال کې چې ماهیپر ستورو ته په توپ اچونه کې یمین احمدزي او بشیر
احمد هر یوه ۴ وېکټې ترلاسه کړې.
ماهیپر
ستوري په خپله دویمه پاڼۍ توپوهنه کې پیاوړې راوګرځېدل او د شاهدالله کمال د ۱۹۷ منډو او لوبډلمشر یمین
احمدزي د ۷۰ منډو پرمټ یې د ټولو لوبغاړو په زیان سره د
وروستۍ ورځې تر ماسپښین پورې ۵۰۰ منډې جوړې کړې او پامیر
لیجنډز ته یې د ۱۷۶ منډو هدف وټاکه.
پامیر
لیجنډز د وروستۍ ورځې ترپایه د بهیر شاه د ۴۷ ناسوځېدلو منډو پر مټ
د ۶ وېکټو په زیان سره ۸۱ منډې جوړې کړې او دې
سره لوبه پرته له کومې پایلې پای ته ورسېده. بل لوري ته ماهیپر ستورو ته توپ اچونه
کې لوبډلمشر یمین احمدزی توپ اچونه کې هم غوره کارکردګي وکړه او ټولې ۶ واړه وېکټې یې په خپله
ترلاسه کړې.
د
ماهیپر ستورو د منځنۍ کچې توپوهونکی شاهد الله کمال چې په دویمه پاڼۍ کې یې ۱۹۷ منډې جوړې کړې وې، د سیالۍ
غوره لوبغاړی ونومول شو.
بل
لوري د خوست په رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې د لوبې پچه هندوکش سټرایکرز لوبډلې
وګټله او لومړی یې د میوند اتلانو پر وړاندې د توپ اچونې پرېکړه وکړه په داسې حال
کې چې د لومړۍ ورځې ډېره برخه د لوند لوبغالي له امله ترسره نشوه، میوند اتلانو په
خپله لومړۍ توپوهنه کې د ټولو لوبغاړو په زیان سره ۲۲۷ منډې جوړې کړې. دوی
لپاره توپوهنه کې شمس الرحمان ۶۶ ناسوځېدلې او ایمل شاهین
۶۳ منډې جوړې کړې. هندوکش
سټرایکرز ته په توپ اچونه کې سید شېرزاد، نورستاني عمرزي او اظهارالحق نوید هریوه ۲ او ضیاالرحمان،
عبدالمالک، مسلم موسی او حشمت الله شهیدي هره یوه ۱ وېکټ ترلاسه کړه.
د
میوند اتلانو په ۲۲۷ منډو پسې هندوکش سټرایکرز
په خپله لومړۍ پاڼۍ توپوهنه کې د ټولو لوبغاړو په زیان سره ۳۲۵ منډې جوړې کړې چې دوی
ته په توپوهنه کې لوبډلمشر ۱۳۱، مبین بختیار او حشمت
الله شهیدي هر یوه ۴۴ منډې جوړې کړې او د ۹۸ منډو مخکې والی یې
ترلاسه کړ. د میوند اتلانو په توپ اچونه کې شمس الرحمان ۷، او عبدالله تره خېل،
روح الله عرب او خاطر ستانکزي هره یوه ۱ وېکت ترلاسه کړه.
میوند
اتلانو په خپله دویمه پانۍ توپوهنه کې د څلورمې ورځې ترپایه د شمس الرحمان د ۵۶ ناسوځېدلو او اصغر اتل
د ۳۴ منډو پر مټ د ۸ وېکټو په زیان سره ۱۶۶ منډې جوړې کړې چې همدې
سره لوبه پرته له کومې پایلې پای ته ورسېده. په داسې حال کې چې هندوکش سټرایکرز
لپاره توپ اچونه کې حشمت الله شهیدي ۳، سید شېرزاد او
نورستاني عمرزي هریوه ۲ او ضیاالرحمان یوه وېکټ ترلاسه کړه.
د
میوند اتلانو ټولچاری لوبغاړی شمس الرحمان چې په توپوهنه کې ۶۶ ناسوځېدلې او ۵۵ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې
وې او دغه راز توپ اچونه کې یې ۷ وېکټې ترلاسه کړې وې،
د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.