د اي انډ جام لېست اې سوپرکولا سیالیو ۱۲- ۱۳مې لوبې نن د ننګرهار پر دوو کرکټ لوبغالو ترسره شوې چې په لړ کې یې په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې سپین غر لوبډلې د دریو ویکټو په توپير بست، په داسې حال کې چې د نجیب الله تره کي کرکټ لوبغالي کې امو لوبډلې د څلورو منډو په توپیر مس عینک لوبډله له ماتې سره مخ کړه.
د یادو سیالیو
۱۲مه لوبه کې نن سپین غر لوبډلې د لوبې پچه وګټله چې لومړی یې د سیالې لوبډلې پر
وړاندې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. بست لوبډلې په ۴۸،۴ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په
زیان سره سیالې سپین غر لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه چې له ډلې یې لوبډلمشر
کریم جنت ۸۵ منډې، صابر ګربز ۵۱ ناسوځېدلې منډې او اعجازالحق ۳۳ منډې د خپلې
لوبډلې په ګټه ترلاسه کړې.
دا په داسې حال کې
ده چې د سپین غر لوبډلې لپاره یمین احمدزي په زړه پورې توپ اچونه پیل کړه او څلور
ویکټې یې ترلاسه کړې، دغه راز محمد ابراهیم شریفي او هاشم ځدراڼ هم هر یوه، ۲
ویکټې ترلاسه کړې.
هېره دې نه وي چې
سپین غر لوبډلې د سیالې لوبډلې هدف په ۴۹،۵ اورونو کې ترلاسه کړ او سیالې لوبډلې
ته یې د دریو ویکټو په توپير ماتې ورکړه. د سپین غر لپاره درویش رسولي ۸۷ ډېرې
منډې او وفی الله تره خېل ۵۰ منډې ترلاسه کړې، په داسې حال کې چې عصمت عالم او
زبید اکبري هم دغې لوبډلې ته په ترتیب سره د ۲۴ او ۲۵ منډو مټ ورکړ او لوبډله یې د
بریا تر کچې ورسوله.
د بست لوبډلې توپ
اچوونکو که څه هم ښه توپ اچونه ترسره کړه، خو لوبډله یې د بریا تر کچې ونه ورسوله
چې په ګټه یې خلیل ګربز ۳ ویکټې، عبدالله احمدزي ۲ ویکټې او محمدالله لوګري او
کریم جنت یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.
د یادونې وړ ده چې
د یادې لوبې غوره لوبغاړی لوبډلمشر درویش رسولي ونومول شو چې د خپلې لوبډلې په ګټه
یې ۸۷ منډې کړې وې، په داسې حال کې چې د لوبې د بڼې بدلوونکي لوبغاړي جایزه بیا
یمین احمدزي ته د ۴ ویکټو د ترلاسه کولو په بدل کې ورکړل شوه.
بلخوا د نجیب الله تره کي کرکټ لوبغالي کې
امو د ۴ منډو په توپير د مس عینک لوبډلې ته ماتې ورکړه. د یادې لوبې پچه مس عینک
لوبډلې وګټله او دوی هم د سیالې لوبډلې پر وړاندې لومړی د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
د امو لپاره په توپوهنه کې په نوبت سره عمران
میر ۱۱۷ ډېرې منډې، محمد اسحق رحیمي ۵۹ ناسوځېدلې، فیصل شینوزاده ۵۸ او نجیب الله
الکوزي ۳۴ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۳۲۰ ډېرو منډو هدف وټاکه.
د مس عینک لپاره په توپ اچونه کې محب الله
زرمتي ۲ ویکټې او نصیر معروفخېل یوه ویکټ ترلاسه کړ. د مس عینک توپوهوونکو غوره
توپوهنه ترسره کړه، خو تر پایه یې ونه رسوله چې په پای کې یې دغه لوبه د ۴ منډو په
توپیر وبایلله چې د یادې لوبډلې لپاره الله نور ناصري ۱۰۹ منډې، ابراهیم ځدراڼ ۶۱
او ایمل شاهین ۳۷ منډې وکړې، خو د سیالې لوبډلې هدف ته ونه رسېدل.
د امو لپاره جاوید سعیدي او اظهارالحق نوید
هر یوه ۳ ویکټې، اکرام مومند ۲ او فضل حق فاروقي یوه ویکټ ترلاسه کړه او په غوره
توپ اچونې سره یې سیاله لوبډله له ماتې سره مخ کړه.
د یادې سیالې غوره لوبغاړی هم عمران میر د
۱۱۷ منډو په ترلاسه کولو سره ونومول شو، په داسې حال کې چې د لوبې بڼې د بدلوونکي
لوبغاړي جایزه بیا جاوید سعیدي ته د ۳ ویکټو په بدل کې ورکړل شوه.
په پای کې د یادونې وړ ده چې سبا به یوازې د
غازي امان الله خان پر کرکټ لوبغالي لوبه ترسره شي چې د روانو لېست اې سیالیو په
۱۴مه لوبه کې به یې امو د بند امیر لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.