سپین غر زون دویمه بریا خپله کړه
کورني
4 دقیقې

سپین غر زون دویمه بریا خپله کړه

د سپین غر زون لوبډلې نن د یوې غوره لوبې په پایله کې د بست زون لوبډلې ته د ۶ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د زونونو په کچه د اي انډ جام لېسټ اې – یو ورځنیو سیالیو په ترڅ کې یې خپله دویمه پرلپسې بریا خپله کړه.

4 دقیقې

د سپین غر زون لوبډلې نن د یوې غوره لوبې په پایله کې د بست زون لوبډلې ته د ۶ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د زونونو په کچه د اي انډ جام لېسټ اې – یو ورځنیو سیالیو په ترڅ کې یې خپله دویمه پرلپسې بریا خپله کړه.

د دغې لوبې پچه د بست زون لوبډلې وګټله او لومړی یې په خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه. دغې لوبډلې د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې بهترینه توپوهنه وکړه او د افسر ځاځي د سلیزې او غوره توپوهنې پرمټ یې د خپلو ۸ لوبغاړو په زیان سره ۲۳۵ مندې جوړې کړې. د دغې لوبډلې په ګټه افسر ځاځي ۱۰۰، نصیر احمد ۳۳، کریم جنت ۳۲ او نعمان شاه ۲۴ منډې جوړې کړې. له بلې خوا د سپین غر زون په ګټه محمد نبي، یمین احمدزي او فرید ملک ۲-۲، ظاهر خان او عصمت عالم یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا په روانو لېسټ اې سیالیو کې د افسر خان ځاځي پرلپسې دویمه سلیزه وشمېرل شوه. نوموړي له دې وړاندې د بند امیر زون پر وړاندې هم سلیزه جوړه کړې وه.

سپین غر زون لوبډلې د یاد هدف په ځواب کې ډېره لوبه وکړه او یاد هدف یې د لوبې په ۴۱م اور کې د خپلو ۴ لوبغاړو په زیان سره ترلاسه کړ او د ۶ ویکټو په توپیر یې بریا خپله کړه. د سپین غر زون لوبډلې په ګټه په توپوهنه کې زبید اکبري ښه وځلېده او ۷۳ منډې یې جوړې کړې. د نوموړي ترڅنګ بهیر شاه محبوب ۴۴، وفي الله تره خېل ۴۱، دروېش رسولي ۳۰* او عثمان نوري ۲۷ منډې جوړې کړې. له بلې خوا د بست زون لوبډلې په ګټه کریم جنت ۲، محمد الله او خلیل ګربز یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه. زبید اکبري د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د دغو سیالیو په دوام به سبا د بند امیر زون لوبډله د دغو سیالیو په نهمه لوبه کې د امو زون لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي. 

ملاتړ کوونکي او همکاران