د زونونو ترمنځ نهم پړاو اي انډ جام لېست اې یو ورځنۍ سوپرکولا سیالۍ پیلیږي
کورني
5 دقیقې

د زونونو ترمنځ نهم پړاو اي انډ جام لېست اې یو ورځنۍ سوپرکولا سیالۍ پیلیږي

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې له کلني پلان سره سم د زونونو په کچه نهم پړاو اي انډ جام - لېست اې یو ورځنۍ سیالۍ پیلېږي. د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د روان ۲۰۲۶ز کال د مې میاشتې په ۱۷مه نېټه پیل شي او د راتلونکې جون میاشتې تر څلورمې نېټې پورې به د ننګرهار ولایت پر غازي امان الله خان او نجیب الله تره کي کرکټ لوبغالو دوام ومومي.

هېره دې نه وي چې د یادو سیالیو لومړۍ برخه به یې د روانې مې میاشتې په ۱۷مه نېټه د غازي امان الله خان پر کرکټ لوبغالي پیل شي چې د لوی اختر له تېرېدو وروسته به یې دویمه برخه بیا پر غازي امان الله خان او نجیب الله تره کي کرکټ لوبغالو ترسره شي چې د جون په ۴مه نېټه به پای ته ورسیږي.

باید وویل شي چې په یادو سیالیو کې د هېواد د ۵ زونونو اړوند لوبډلې (بند امیر، مس عینک، بست، امو او سپین غر) ګډون لري چې په لومړۍ لوبه کې به یې بند امیر لوبډله د مې میاشتې په ۱۷مه نېټه د مس عینک لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

د دغو سیالیو د مهالوېش له مخې به ټولې ګډون کوونکې لوبډلې د یو بل پر وړاندې ۶ لوبې ترسره کړي چې له منځه به یې دوه مخکښې لوبډلې د جون میاشتې په څلورمه نېټه کېدونکې پایلوبې ته لاره ومومي.

په نهم پړاو اي انډ جام لېست اې یو ورځنیو سوپرکولا سیالیو کې به د ملي لوبډلې د ګڼ شمېر لوبغاړو ترڅنګ د کورني کرکټ یو شمېر مخکښ او د غوره کارکردګۍ لرونکي لوبغاړي هم لوبه وکړي.

د یادونې وړ ده چې د نهم پړاو لېست اې سیالیو د عمومي مالي ملاتړي حقوق اي انډ مخابراتي شرکت، په داسې حال کې چې د مرستیال مالي ملاتړي حقوق سوپرکولا د څښاک ملي شرکت ترلاسه کړي دي.

دغه سیالۍ د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ په جوړښت کې له خورا ستر ارزښته برخمنې دي چې په هېواد کې د لوبغاړو او لوبې د ودې په برخه کې ستر رول لوبوي.

په پای کې باید وویل شي چې دغه سیالۍ د امید وطن د روانو ملي شل اوریزو سیالیو څخه درې ورځې وروسته په ننګرهار کې پلیږي چې پایلوبه به یې د روانې مې میاشتې په ۱۴مه نېټه ترسره شي.

د سیالیو بشپړ جدول او مهالوېش په لاندې ډول دی:

ملاتړ کوونکي او همکاران