د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې د کلني مهالوېش سره سم د لومړني ځل لپاره د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي شل اوریزې سیالۍ د کندهار او ننګرهار ولایتونو په کوربه توب پیلیږي. دغه سیالۍ د یادو ولایتونو پر څلورو کرکټ لوبغالو د روانې فبروري میاشتې له ۳یمې تر ۱۳مې نېټې ترسره کیږي.
د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه شل اوریزې ولایتي سیالۍ چې سږ کال د لومړي ځل لپاره په دوه بڼو کې ترسره کېږي، پنځوس اوریزه بڼه سیالۍ یې اونۍ وړاندې د ننګرهار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې چې شل اوریزه هغه به یې هم په ذکر شویو نېټو ترسره شي.
د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې په خبره د یادو دوو بڼو سیالیو څخه یې موخه د لېسټ اې او میرویس نیکه درې ورځنیو سیالیو ته د وزیر محمد اکبرخان له لومړۍ درجه یو ورځنیو سیالیو او ملي شل اوریزه لوبو ته د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه شل اوریزه سیالیو څخه چې د لومړني ځل لپاره د کورني کرکټ په چوکاټ کې زیاتې شوې؛ د وړ او مستعد لوبغاړو غوره کول دي.
هېره دې نه وي چې د دغو مهمو سیالیو د الف ګروپ سیالۍ به د کندهار پر کندهار او قریشي کرکټ لوبغالو او د ب ګروپ سیالۍ بیا د ننگرهار پر نجیب الله تره کي او غازي امان الله خان کرکټ لوبغالو کې ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده چې د وزیر محمد اکبرخان لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ چې کندهار او ننګرهار ولایتونو کې ترسره کېږي، له ګروپي لوبو وروسته به یې نیمه پایلوبې او پایلوبه د ننګرهار ولایت په نجیب الله تره کي او غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.
د یادونې وړ ده چې افغانستان کرکټ بورډ دا ځل شل اوریزې ولایتي سیالۍ د دې لپاره د کورني کرکټ چوکاټ ته زیاتې کړې، ترڅو کورنی کرکټ لا پسې پراخه شي او د شل اوریزو او یو ورځنیو سیالیو بڼې او په اړوند ډګرونو کې وړ لوبغاړي جلا کړي چې له لارې یې د یو ورځنیو سیالیو وړ لوبغاړي؛ یو ورځنیو لېست اې او درې ورځنیو سیالیو او د شل اوریزو له لارې ملي شل اوریز جام او شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو ته لاره بیامومي او په ټوله کې د اړوند لوبډلو لپاره پیاوړي لوبغاړي له وړاندې په نښه شي.
په پای کې د یادونې وړ ده چې د وزیر محمد اکبرخان لومړۍ درجه یو ورځنیو ولایتي سیالیو سکواډونه او لوبغاړي به د یادو شل اوریزو سیالیو برخه هم وي، ترڅو شل اوریزو او یو ورځنیو سیالیو ته ترې اړوند لوبغاړي جلا شي.