د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې د مهالوېش سره سم نن په کندز کرکټ لوبغالي کې د امید وطن – سوکاله او پر ځان بسیا افغانستا تر نامه لاندې د زونونو په کچه د پنځه لوبډلو ترمنځ ملي شل اوریز جام دریم پړاو سیالۍ پیل شوې.
دغه سیالۍ نن شنبه، د مې میاشتې په دویمه نېټه په کندز کرکټ لوبغالي کې پیل شوې چې په لومړۍ ورځ یې په لومړۍ لوبه کې بست لوبډلې سپین غر زون لوبډلې ته په څلور وېکټو او په دویمه لوبه کې مس عینک زون لوبډلې امو زون لوبډلې ته د پنځو وېکټو په توپیر ماتې ورکړې.
د لومړۍ لوبې پچه سپین غر لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه وکړه چې د لوبې اوولسم اور کې یې د خپلو ټولو وېکټو په تاوان ۱۱۵ منډې جوړې او سیالې بست لوبډلې ته یې د ۱۱۶ منډو هدف وټاکه. د دوی په توپ وهنه کې شوکت زمان ۲۸، زبید ۲۳ او اکبر موسی زي ۲۲ منډې جوړې کړې. بل لوري ته د بست لوبډلې په توپ اچوونکو کې اعجازالحق نورزي ۲ او نورو توپ اچوونکو کې یې یوه – یوه وېکټ ترلاسه کړه.
بست لوبډلې د سپین غر د ۱۱۶ منډو هدف د لوبې په ۱۷ اور کې د ۶ وېکټو په تاوان پوره او لوبه یې د ۴ وېکټو په توپیر وګټله. د بست لوبډلې په توپ وهنه کې نعمان شاه تر نورو ډېرې ۴۳ منډې جوړې او د خپلې لوبډلې په بریا کې یې مهم رول ترسره کړ. بل لوري ته د سپین غر په ګټه په توپ اچونه کې فریدون داوودزي او عقیل خان ۲،۲ او روح الله عرب او خاطر ستانکزي یوه – یوه وېکټ ترلاسه کړه.
د بست لوبډلې چټک توپ اچوونکی د ۲ وېکټو په اخېستلو او ۱۴ منډو په جوړولو د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د نن ورځ په دویمه لوبه کې بیا مس عینک زون لوبډلې امو لوبډلې ته د ۵ وېکټو په توپیر ماته ورکړه. د دې لوبې پچه مس عینک لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه. دوی د جاوید احمدزي ۵۱ او عمران میر ۳۹ منډو پر مټ مس عینک لوبډلې ته په ټاکلو شلو اورونو کې د ۵ وېکټو په زیان سره د ۱۷۲ منډو هدف وټاکه. مس عینک لوبډلې ته په توپ اچونه کې نجات مسعود، واحدالله ځدراڼ، نسیم منګل او عبدالله محمدي یوه – یوه وېکټ ترلاسه کړه.
د امو زون د ۱۷۲ منډو هدف، د مس عینک زون لوبډلې د لوبي په وروستي اور کې د ۵ وېکټو په تاوان د تسکین محبوب ۶۴ ناسوځېدلو منډو او ایمل شاهین چټکو ۵۱ منډو په مټ پوره او لوبه یې د ۵ وېکټو په توپیر وګټله. د امو لوبډلې په توپ اچوونکو کې حفیظ ځدراڼ ۲ او سید شېرزاد او فهیم قاسمي یوه – یوه وېکټ ترلاسه کړه.
محبوب تسکین، د مس عینک لوبډلې توپ وهونکی د ۶۴ ناسوځېدلو منډو په جوړولو د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.