We're updating our systems to serve you better. Some features may be temporarily unavailable.
ماهیپر ستورو لوبډلې د یوې خورا غوره او هر اړخیزې لوبې په پایله کې د هندوکش سټرایکرز لوبډلې ته د یوې پاڼۍ او ۲۳ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه او د جدول د لومړي مقام په ساتلو سره یې د روانو سیالیو پایلوبې ته لاره ومونده. له بلې خوا، هندوکش سټرایکرز لوبډلې، سره له دې چې د یوې پاڼۍ په توپیر یې ماتې وخوړه، د جدول په دویم مقام کې پاتې شوه او د دویمې مخکښې لوبډلې په توګه یې پایلوبې ته لار پیدا کړه.
کورني
ماهیپر ستوري او هندوکش سټرایکرز د نهم پړاو احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو پایلوبې ته ووتل
د فرسټ کلاس سیالیو په یوولسمه لوبه کې پامیر لیجنډز د ۲۹۴ منډو په توپیر میوند اتلانو ته ماتې ورکړه
د اي انډ وړاندې کوونکو احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سوپرکولا سیالیو په یوولسمه لوبه کې پامیر لیجنډز لوبډلې د ۲۹۴ منډو په توپیر د میوند اتلانو لوبډلې ته ماتې ورکړه.
ماهیپر ستورو دریمه بریا خپله کړه
د اي انډ وړاندې کوونکو احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو په لسمه لوبه کې ماهیپر ستورو هندوکش سټرایکرز لوبډلې ته د یوې پاڼۍ او ۱۴۱ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه.
میوند اتلانو په نهمه لوبه کې پامیر لیجنډز لوبډله د ماتې سره مخ کړه
د اي انډ وړاندې کوونکو احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سوپرکولا سیالیو په نهمه لوبه کې میوند اتلان لوبډلې پامیر لیجنډز لوبډلې ته د یوې پاڼۍ او ۴۱ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه.
د فرسټ کلاس سیالیو اوومه او اتمه لوبه بې پایلې پای ته ورسېدې
د اي انډ وړاندې کوونکې احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سوپرکولا سیالیو اوومه لوبه چې د ننګرهار په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې د ماهیپر ستورو او پامیر لیجنډز لوبډلې ترمنځ ترسره شوه او همدارنګه اتمه لوبه چې د خوست په رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې د هندوکش سټرایکرز او میوند اتلانو ترمنځ ترسره شوه بې پایلو پای ته ورسېدې.
هندوکش سټرایکرز لوبډلې د ۵ وېکټو په توپیر میوند اتلانو لوبډلې ته ماتې ورکړه
د اي انډ وړاندې کوونکې احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سوپرکولا سیالیو په شپږمه لوبه کې چې د خوست ولایت په رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، هندوکش سټرایکرز په څلورمه او وروستۍ ورځ د میوند اتلانو لوبډلې ته د ۵ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه.
ملاتړ کوونکي او همکاران